لوګر کې د ماشومانو جنسي ځورونې په تړاو ۷ کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، Ago
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په لوګر ولایت کې له ماشومانو سره د جنسي ځورونې په تړاو اوه کسه نیول شوي او د ۱۱ نورو مشکوکو د نیولو امر هم شوی.
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ویلي په لوګر ولایت کي له ماشومانو سره د جنسي ځورونې په تړاو د څېړنو په پایله کې د څارنوالۍ څېړونکي پلاوي ۱۸ تنه په نښه کړي.
هغه وویل، تر دې دمه د هغوی له ډلې اووه تنه نیول شوي دي، چې د دوو دوسیې بشپړې او محکمې ته لېږل شوي دي او له پنځو نورو تحقیق روان دی چې دوسیې به يې ډېر ژر محکمې ته واستول شي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه چې د ۱۱ نورو د نیولو امر هم شوی.
د ښاغلي رسولي په وینا، تر اوسه د معارف د کارکوونکو له لوري د جرم کوم ثبوت د څېړونکي پلاوي لاس ته نه دی ورغلی.
خو ښاغلي رسولي وايي، په دې اړه څېړنې په جدي توګه روانې دي.
تېره ورځ په افغان دولت کې یوې باوري سرچینې دا خبره تایید کړه چې د لوګر ولایت د مدني ټولنې مشر موسی محمودي، چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د جنسي ځوروني په اړه یې څېړنه ډېره مشهوره شوه، له افغانستانه بهر ته تللی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د هغه په وینا، دا اقدام ځکه وشو چې یولړ " امنیتي ګواښونه دغه مدني فعال ته متوجه وه".
د "په لوګر کې له ماشومانو ناوړه جنسي ګټه اخیسته" تر راپور خپرېدا وروسته موسی محمودي او احسان الله حمیدي د افغانستان ملي امنیت ونیول، خو څو ورځې وروسته د ولسمشر په امر خوشي شول.
د افغانستان ملي امنیت هغه وخت د هغوی د اعتراف د یوې وېډیو په خپرولو لیکلي وو: "د ښاغلي محمودي له خبرو ښکاري چې د هغه موندنې له کوم ثبوت او شواهدو پرته وې او په نامسلکي ډول یې یوازې د یوې ماجرا په موخه دا کار کړی چې په یوه بهرني هېواد کې پنا اخیستو ته لار جوړه کړي."





















