د ملي امنیت له خوا د امر ستار د وژل کېدو په اړه څېړنه پیل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امر ستار نومي یوه پخواني جهادي قومندان او څلورو نورو کسانو وژل کېدو پېښې څرنګوالي معلومولو لپاره ټاکل شوی څېړنیز ټیم وايي، سر له ننه یې څېړنه پیل کړې، چې معلومه کړي، نوموړی څنګه او ولې د ملي امنیت په عملیاتو کې ووژل شو.
د دې ټیم یو تن غړي بي بي سي ته وویل، چې ملي امنیت اداره د امر ستار د غیري قانوني کړنو په اړه سندونه لري.
خو په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وايي، امر ستار او ور سره څلور نور کسان د صحرايي محاکمې په څېر وژل شوي دي.
د دوی په خبره که دغو کسانو کومه جرم درلود نو باید په قانوني ډول له نیول کېدو وروسته محاکمه شوي وای.
امر ستار د افغانستان اسلامي جمعیت پخوانی قومندان و، چې څلور ورځې مخکې کابل کې د ملي امنیت په عملیاتو کې ووژل شو. له نوموړي سره د هغه زوی او خوریی هم وژل شوي.
افغان ولسمشر د نوموړي د وژل کېدو لپاره یو پلاوی ټاکلی، چې څلور د پارلمان غړي، درې د امر ستار نژدې کسان او دوه پخواني امنیتي چارواکي دي.
د څېړنیز پلاوي غړي او د کاپیسا استازي اقبال ساپي بي بي سي ته وویل، درې ورځې مخکې د امر ستار او نورو وژل شویو پر خښولو بوخت و او نن به څېړنې پیل کړي.
دی وايي، تر اوسه د پېښې په اړه څه نه شي ویلی، خو د ملي امنیت ریاست ادعا کوي چې ګني ښاغلي ستار په اړه ځینې اسناد لري چې د څېړنډلې له خوا باید وڅېړل شي.
دغه ریاست په رسمي توګه تر اوسه ددغو عملیاتو په اړه څرګندونې نه دي کړې.
امر ستار څوک و؟
امر ستار له تاجک ټبره او د پروان ولایت غوربند دره کې د جمعیت اسلامي قومندان و. د هغه پلار ملک غفور هم د همدې ګوند یو پخوانی قومندان و.
هغه په وروستیو کې د "لوی شمال" په نامه شورا غړی و، چې په تېرو ټاکنو کې یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنډلې ملاتړ کاوه.

د عکس سرچینه، GENERAL ATA MOHAMMAD NOOR
ښاغلي ستار ددغې ټاکنډلې له لومړي مرستیال امرالله صالح سره نژدې اړیکې لرلې. هغه د ارګ په ځینو غونډو کې هم حاضر شوی او له ولسمشر غني او صالح سره یې تازه انځورونه هم خپاره شوي دي.
ښاغلی صالح د ښاغلي ستار تر وژل کېدا یوه ورځ وروسته پر فېسبوک ولیکل، هغه د ملي امنیت له خوا د یوې "پېچلې دسیسې" پایله کې ووژل شو.
پر امر ستار تور و چې ګني په غوربند دره کې ناقانونه وسله وال لري، له خلکو په زور پیسې اخلي، خلک تښتوي او ځمکې غصبوي.
ویل کېږي نوموړي له څو کلونو راهیسې په غوربند دره کې د حزب اسلامي له یوه قومندان سره څو ځلې وسله واله نښته هم کړې چې په پایله کې یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.



















