دریو ولایتونو کې د ۲۵ افغان سرتېرو وژل کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان امنیتي چارواکي له بي بي سي سره خبرو کې مني چې شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.
خو وسلوال طالبان د افغان سرتېرو مرګ ژوبله تر دې ډېره ښيي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري د دې سرتېرو وژل کېدل مني او له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي چې د درقد نښته کې ۱۱ طالب وسلوال هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي:
"خواجه بهاو الدین، خواجه غار او دشت کلا کې زموږ تصفیوي عملیات بریالي وو، دا عملیاتو مو درقد ته وغځول او تېره شپه دې نښته کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي دي".
افغان ځواکونو د تېر اکتوبر پر ۲۵ له طالبانو درقد ونیو، چې د تخار یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده.
درقد له تاجکستان سره ګډه پوله لري او منځنۍ اسیا ته د مخدره توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د تخار څنګلوري ولایت کندوز کې هم چارواکي وايي، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي امنیت او ځايي پولیسو په پوسته د طالبانو برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي.
همدارنګه د بلخ د پولیسو قومندان اجمل فایض وايي، د مزار شریف - شبرغان پر سړک د لار ساتو (لارې ساتونکو) سرتېرو پر پوسته طالبانو برید کړی چې پکې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
په وروستیو کې شمال کې پر افغان سرتېرو او د هغوی ملاتړو ولسي پاڅونوالو پر پوستو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
تېره ورځ افغان پوځ ومنله چې جوزجان کې یې له درزاب ولسوالۍ خپل پوځ اېستلی او دا ولسوالي بشپړه د طالبانو لاس ته ورغلې.
د دوشنبې په ورځ هم د همدې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې د حکومت پلوه پاڅونوالو ۱۴ کسان وژل شوي وو.




















