ولسمشر غني د عامه نظم پولیسو د پخواني مشر د نیولو امر کړی

د عکس سرچینه، EPA
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کورنیو چارو وزارت ته د عامه نظم پولیسو د مخکېني مشر زمري پیکان د سم لاسي نیولو امر کړی.
نوموړي د کورنیو چارو وزارت ته ویلي "ددغو کسانو نیول امر دی" او په پیل کې باید "له فرصته په ګټې اخیستو عملي شي، موږ دومره زغم نه لرو چې عدلي او قضايي مرکز امر وکړي او اجرا نه شي."
ښاغلي غني ویلي، ښاغلي پیکان "د عامه نظم یو ټول شموله بنسټ د فساد پر یوه سرچینه اړولی دی".
ولسمشر غني دا امر نن یکشنبه په ارګ کې د اداري فساد پر ضد د جوړې شوې یوې غونډې په ترڅ کې وکړ.
په همدې غونډه کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ګډون کړی و. نوموړي تور پورې کړ چې په افغان حکومت کې دننه کسان هم په فساد کې ښکېل دي.
ښاغلي بس وویل، په افغانستان کې د پراخ اداري فساد له کبله نړیواله ټولنه په دې اړه هم زړه نا زړه ده چې له طالبانو سره تر احتمالي جوړجاړي وروسته ځینې پروژې څه ډول پر مخ یوسي.
د کورنیو چارو وزارت په دې اړه چې ولې ښاغلی پیکان تر اوسه نه دی نیول شوی، غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان د عامه نظم پولیس په ۱۳۸۸ کې رامنځ ته شول چې د جوړېدو هدف یې د سړک غاړې د ځانمرګو بریدونو او بمي بریدونو مخنیوی و.
محکمې نوموړی "دنده کې په غفلت" تورن او په زندان محکوم کړی و.
هغه مهال له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز بي بي سي ته ویلي وو، ښاغلی پیکان خپله دنده کې له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په جرم او د یوه کس په وژلو تورن کړی و.
ددغه بنسټ په وینا، د زمري پیکان زوی مختار پیکان له دولتي وسلو او امکاناتو په ګټه اخیستو یو کس وژلی چې پلار یې هم د دې وژنې پلان جوړولو کې همکاري کړې وه.
د ښاغلي پیکان زوی د سهراب په نامه د یوه کس په وژلو تورن دی چې د کابل په شېرپور سیمه کې د هغو کسانو لخوا ووژل شو چې د عامه نظم پولیسو یونیفورم یې درلود.
غني: د قانون پلې کولو کې د پولیسو رول "کمرنګ" دی
ولسمشر غني په نننیو مراسمو کې وویل، له "ترهګرۍ" سره پر مبارزې د پولیسو تمرکز ددې لامل شوی چې د قانون پلې کولو کې د هغوی رول کمرنګه شي.
هغه وویل، د پولیسو له خوا دوسیې چمتو کېږي او په محکمه کې د منلو وړ نه وي او ردېږي؛ ځکه چې پولیس د څېړنې په بهیر کې لازم معیارونه په پام کې نه نیسي.
ښاغلي غني وویل، پولیس باید د کشف او د قانون پلې کولو پر یوه مهمه کړۍ بدل شي.

د عکس سرچینه، ARG
افغان حکومت دوه کاله وړاندې د اداري فساد پرضد ملي مبارزې تګلاره تصویب او پلې کړه، چې د ولسمشر غني په وینا، لاسته راوړنې یې درلودې؛ ځکه چې هېواد کې تجربو ته په پام سره د افغانانو په لاس جوړه شوې ده.
ولسمشر غني وویل، "د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي نهاد محوره ده او په اشخاصو متکي نه ده. ځکه که مستقل او مضبوط او شفاف بنسټونه ونه لرو، له فساد سره په مبارزه کې واقعي کامیابي نه شو تر لاسه کولای".



















