هند د افغانستان دفاع وزارت ته دوه نورې جنګي چورلکې ورکړې

د خپرېدو وخت

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې هند دوی ته دوه «MI 35» جنګي چورلکې ورکړې دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته وویل چې دا دوه چورلکې د هند په مالي مرستې او د بېلاروس په تخنیکې مرستې افغان هوايي پوځ ته سپارل شوې دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې دا د هغه څلور مرسته شویو چورلکو برخه ده چې دوه یې د دې کال د مې میاشتې په ۱۵مه افغان هوایي پوځ ته سپارل شوې وې او دوه یې اوس ترلاسه شوې.

نوموړی وايي، دا چورلکې د ترهګرو په نښه کولو کې خاص مهارت لري:"دا چورلکۍ د توپ، ماشین دار او نورو جنګي وسایلو د لېږد توان لري او د جګړې په ډګر کې بریالي ثابتېدای شي."

د دې چورلکو سپارلو لپاره نن سې شنبه کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې د هند سفیر، د بېلاروس سفیر او د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په کې ګډون درلود.

د دفاع وزارت ویاند هیله ښیې چې دا چورلکې به په جګړه کې اغېزمنې تمامې شي او افغان هوايي ځواک به لا پیاوړی شي. افغان پوځ دا مهال له سلو ډېرې جنګي الوتکې لري.

ښاغلي احمدزي دا ونه ویل چې د دې چورلکو مالي ارزښت څومره دی، خو زیاته یې کړه چې دې چورلکو لپاره افغان روزل شوي پیلوټان شته چې په جګړه کې به ترې کار واخلي.

هند او افغانستان پر ۲۰۱۲ میلادي کال په امنیتي او پرمختیايي برخه کې د همکارۍ د پراخولو لپاره ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ.

د روان کال لومړیو کې کابل کې د هند سفارت چارواکو وویل، 'تر اوسه هند په افغانستان کې دوه میلیارده ډالر یا ۱۳۹ میلیارده هندۍ روپۍ لګولي او زیاته یې کړه چې هند په افغانستان کې سوله او پرمختګ غواړي