تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستان سره د هند دوو جنګي چورلکو مرسته
د هند حکومت د افغانستان له دفاع وزارت سره د ایم - ای ۳۵ ډوله دوو پوځي چورلکو مرسته وکړه. کابل کې د هند سفیر وینای کومار د پنجشنبې پر مازیګر دا دوې چورلکې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد ته وسپارلې.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا دوه هیلي کاپټر له بیلاروس پېرل شوې او افغان حکومت ته واک کې ور کړل شوې دي.
د دفاع وزارت سرپرست د دې چورلکو د سپارلو مراسمو کې وویل، چې دغه چورلکې به له ترهګرۍ سره مبارزه کې او د نشه يي توکو د قاچاقیانو پرضد عملیاتو کې وکارول شي.
ټاکلې ده، چې نوی ډېلی دا ډول دوې نورې چورلکې هم افغان حکومت ته ور کړي. هند له دې مخکې هم د مرستې په ډول افغاستان ته څلور پوځي چورلکې ور کړې دي.
افغان پوځ دا مهال له سلو ډېرې جنګي الوتکې لري.
نژدې دوه کاله مخکې په ټولنیزو شبکو کې ځینې تصویرونه خپاره شول او ادعا کېده چې د هند مرسته شویو چورلکو پرزې دي او پاکستان ته لېږدول کېدې، خو هغه وخت د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم افغان ولسي جرګې ته وویل، هغه پرزې له بګرامه بار شوې وې او د افغانستان پوځ اړوند نه وې.
ښاغلي شهیم ویلي و، د هند مرسته شوې چورلکې روغې رمټې او د افغانستان امنیتي ځواکونو په واک کې دي.
هند او افغانستان پر ۲۰۱۲ کال په امنیتي او پرمختیايي برخه کې د همکارۍ د پراخولو لپاره ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ.
د روان کال لومړیو کې کابل کې د هند سفارت چارواکو وویل، 'تر اوسه هند په افغانستان کې دوه میلیارده ډالر یا ۱۳۹ میلیارده هندۍ روپۍ لګښت کړی او دا چې هند په افغانستان کې سوله او پرمختګ غواړي. '