ورځپاڼې: امریکایي ځواکونه په خپل افغان ماموریت کې بریالي وو

د خپرېدو وخت

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي چې امريکايي ځواکونه افغانستان کې د خپل ماموريت د اصلي موخې په ترلاسه کولو کې بريالي و.

ښاغلي پمپيو د دوى ماموريت له افغانستانه د القاعدې ايستل او افغانستان او پاکستان کې د ترهگريزو بريدو د پلان جوړېدا مخنيوى ښوولى.

ورځپاڼه وايي د امريکا د دغه لوړپوړي ډيپلوماټ له خوشبينۍ ډکې څرگندونې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له يوې کېدونې معاملې وړاندې مخې ته راځي.

ورځپاڼه وايي د سولې دغه کېدونې هوکړه د طالبانو د پرله پسې بمي بريدونو له ازمېښت او د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار له مخالفت سره مخ شوې.

ورځپاڼه وايي ښاغلي پمپيو دا څرگندونې د "ډېلي سيگنال" په نامه يوې خپرونې سره کړې، چې د دودپالو ميراثونو له بنسټ سره تړاو لري. چ

خو په ويلسن څېړنيز مرکز کې د سويلې اسيا د چارو کارپوه مايکل کوگلمن ورځپاڼې ته ويلي دا سمه ده چې امريکا په افغانستان کې خپلې لومړنۍ موخې چې د القاعدې د پټنځيو له منځه وړل و ترلاسه کړې خو دا به ډېر وړاندې له وخته وي چې په دغه هېواد کې د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې ماموريت ختم اعلان شي.

د سويلي اسيا د چارو دغه کارپوه په دې باور دى چې القاعده په پراخه کچه کمزورې شوې خو اوس هم د بېرته را د بره کېدو وړتيا لري او په افغانستان کې د داعش نوى گواښ پياوړى دى.

امريکايۍ پولیټيکو مجله وايي د امريکا د استازو جرگې د بهرنيو چارو د کميټې مشر گواښ کړى که زلمى خليلزاد طالبانو سره د سولې کېدونې هوکړې په اړه د مالومات ورکولو په موخه په خپله خوښه کانگرس ته ورنشي نو دى به يې احضار کړي.

د مجلې په وينا اليوت اېنگل چې د بهرنيو چارو د کميټې مشري کوي غواړي د روانې مياشتې په وروستيو کې د طالبانو سره د سولې کېدوني تړون په اړه يوه علني استماعيه غونډه جوړه کړي او زلمى خليلزاد يې ور بللى چې د کميټې د غړو پر وړاندې څرگند شي.

مجلې زلمي خليلزاد ته د ښاغلي اېنگل استولي ليک ته اشاره کړې چې نوموړي پکې ليکلي "غواړم سپينه يې ووايم، زه داسې نه گڼم چې د کميټې پر وړاندې حاضرېدل يا نه حاضرېدل د ستاسو په خوښه وي. ستاسو حضور په دغه علني ناسته کې زموږ د څارنې د مسووليتونو ترسره کولو لپاره مهم دى."

د بهرنيو چارو د کميټې مشر دا هم زياته کړې، که دا ليک بس نه وي چې تاسو غونډې ته حاضر کړي نو زه به پر نورو غوراويو هم غور وکړم چې د دغې غونډې د پر وخت ترسره کېدا ډاډ ترلاسه شي.

مجله وايي له دغه ليک داسې برېښي چې د يادې کميټې غړو لږ تر لږه دوه ځله ښاغلى خليلزاد د افغان سولې د بهير په اړه وى ته د مالوماتو د ورکړې لپاره ور بللى خو ښاغلي خليلزاد د دوى غوښتنې ته ځواب نه دى ويلى.

ډيپلوماټ مجله د افغان سولې په تړاو يوه مطلب کې وايي اقتصاد د افغان سولې کلي يا کونجي ده.

ليکوال وايي د افغانستان ثبات کې د يوه فعال او غوړېدونکي اقتصاد رول کم ارزښته نشي بلل کېداى.

ليکوال وايي دافغان سولې روان بهير او راتلونکو ټاکنو د افغان حکومت او د بسپنه ورکوونکو پام ځانته اړولى او اقتصادي چارو ته پاملرنه کمه شوې؟ مطلب وايي ډېرېدونکې بېوزلي، کمزورى اقتصاد او د اقتصادي فرصتونو نشتون په داسې يوه هېواد کې چې وار له مخه حالت په کې نازک دى، د طالبانو سره د سولې د هر بريالي تړون پلي کېدل ننگولى شي.