کابل کې د طالبانو موټربم برید ۱۰ ولسي وګړي وژلي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پنجشنبې په ګهیځ شاوخوا لس بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې موټربم برید شوی، چې د دغه وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي پکې وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.

ښاغلي رحیمي پر فېسبوک لیکلي، برید د ټونس ډوله موټر په مټ د لومړیو مکرروریانو پر عمومي سړک عبدالحق څلورلارې ته څېرمه شوی، چې لس ولسي وګړي پکې وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.

د چاودنې ځای ته څېرمه د بي بي سي یو خبریال وايي، تر چاودنې وروسته ډزې هم وشوې.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، کابل کې یې د استخباراتو د ۴۰ ریاست په نظام قراول کې د بهرنیانو پر هغه کاروان ځانمرګی برید کړی، چې دغه ریاست ته ننوت.

ښاغلی مجاهد په برید کې د ۱۲ بهرنیانو او د ملي امنیت د اتو کارکوونکو د وژل کېدو ادعا کوي، چې تر اوسه دا ادعا کومې بلې سرچینې نه ده تایید کړې.

لوګر کې موټربم برید

بل خوا، د کابل څنګلوري لوګر ولایت چارواکي وايي، د مرکز اړوند پادخواب سیمه کې هم نن ماسپښین د ۲۰۳ تندر قول اردو څلورمې لېوا څنګه ته پر افغان ځانګړو ځواکونو موټربم برید شوی.

ځايي چارواکي وايي، موټربم برید د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګاډو پر کاروان شوی.

د لوګر د څلورمې پلې لېوا قومندان عبدالمتین حسین خېل وايي، برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

نوموړي د پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ددغه موټربم برید مسؤولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د غني او کرزي غبرګونونه

د افغانستان ولسمشر دا برید یو جنایت بللی چې په وینا یې ولسي وګړي پکې وژل شوي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي ولسمشر محمد اشرف غني: "د طالبانو دا جنایتکاره عمل په کلکو ټکو غندي او وایي، له دغې ډلې سره به سوله چې زموږ بېګناه خلک وژني او پر سوله باور نه لري او نه یې پېژني، یوه بې معنی سوله وي".

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم کابل کې دا برید غندلی او دا یې له انسانیت او اسلامیت لیرې یو ظالمانه بشر ضد جنایت بللی دی.

دوه بهرني سرتېري وژل شوي

په افغانستان کې د پرېکند ماموریت ځواکونو ویلي، دوه غړي یې نن کابل کې وژل شوي، چې یو رومانیایی او بل امریکایی سرتېری دی.

د رومانیا دفاع وزارت هم د کابل ښار په ننني برید کې د یوه رومانیايي پوځي وژل کېدل تایید کړي دي.

د رومانیا دفاع وزیر ګبرېل لېس په یوه خبري ناسته کې ویلي، دا پوځي کې کابل کې "ګرین زون" (زرغونې سیمې) ته څېرمه د یوې ګډې ګزمې پرمهال په موټربم برید کې وژل شوی دی.

د روانې سپتمبر پر دویمه (وږی ۱۱مه) هم ماښام مهال د کابل ښار قابل بای ته څېرمه 'ګرین' ویلج کې د طالبانو موټربم چاودنې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل.

چاودنې ته څېرمه د تېلو یو پمپ هم اور اخیستی و.

تر چاودنې وروسته په وسلو سمبالو بریدګرو له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

افغان امنیتي چارواکو وویل، د برید پرمهال یې په سیمه کې شاوخوا څلور سوه بهرنیان یوه خوندي ځای ته ولېږدول.

طالبانو ویلي وو، دا برید یې د هغو عملیاتو په غبرګون کې کړی چې بهرنیان او افغان ځواکونه یې په کلیوالو سیمو کې کوي او عام خلک پکې وژني.

له برید وروسته د سیمې خلکو، چې کورونه یې زیانمن شوي وو، لاریون وکړ او د استوګنې له سیمو یې د دې کمپ لرې کېدل وغوښتل.

دا چاودنې وروسته تر هغه شوې، چې په قطر کې له طالبانو سره تر نهه پړاویزه خبرو وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی و او له افغان چارواکو سره د ممکنه هوکړې د متن شریکولو په هڅه کې و.