"د کابل چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۱۹ ټپیان دي"

د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر ماښام د کابل ښار له قابل بای سره نږدې ګرین ویلج کې د طالبانو موټر بم چاودنې له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۱۹ ټپیان دي. چارواکي وايي، پېښې ته نږدې د تېلو پمپ هم اور اخیستی دی.

د حکومت اعلامیې له مخې له لومړنۍ چاودنې وروسته د پولیسو ځانګړې قطعې سیمه کلابند کړې. امنیتي ځواکونو پنځه وسلوال، چې د برید پلان یې درلود او سیمه کې پټ وو، له منځه وړي دي.

چارواکي دا هم وايي، چې پولیسو له برید وروسته یې څلور سوه بهرنیان خوندي ځای ته لېږدولي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا یو بشرضد جنایت بللی، چې په وینا یې دا ډول بریدونه له هېواده بهر د پردیو کړیو په واک کې سمبالېږي او د پردیو په لارښوونه هېواد ورانوي.

وسله والو طالبانو، چې د دې برید مسئولیت یې منلی دی، نن سهار په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې یې لسګونه بهرنیان وژلي دي او درون زیان یې ور اړولی دی.

طالبان وایي، د بریدګرو شمېر پنځه تنه و چې لومړي هغه یې ځانمرګی برید کړی دی او بیا ورپسې څلورو نورو وسله والو پر بهرنیانو بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو تېره شپه ویلي وو، دا برید یې د هغو عملیاتو په غبرګون کې کړی چې بهرنیان او افغان ځواکونه یې په کلیوالو سیمو کې کوي او عام خلک پکې وژني.

د چاودنې غږ د کابل مختلفو سیمو کې اورېدل شوی، خو چارواکی وايي، تر یو کیلومټر پورې سیمه یې اغېزمنه کړې ده.

لاریون

وروستي رپوټونه وايي، چې دا مهال په سیمه کې ځايي ځلکو لاریون کړی دی.

دوی پخوا هم په ګرین ویلج کې له چاودنو وروسته مظاهرې کړې او له استوګنو سیمو د دې کمپ لرې کېدل غواړي.

لاریون د ګرین ویلج د لویې دروازې مخ ته پیل شوی او دغه سیمه کې یې د کابل جلال اباد سړک تړلی دی.