تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني او امریکا د افغان سولې پر راتلونکو ګامونو غږېدلي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د روان بهیر په تړاو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. زلمي خلیلزاد ویلي، له هیکو ماس سره دې کتنه کې یې د افغانستان د سولې لپاره د جرمني د هڅو مننه کړې او پر راتلونکو ګامونو ورسره غږېدلی دی.
جرمني تېره میاشت په دوحه کې له قطر سره په ګډه د افغانانو د خپلمنځي ناستې کوربه توب کړی و.
بل خوا د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ازبکستان د سمرقند له والي سره کتلي، چې ازبکستاني چارواکو پکې د افغانانو د بلې خپلمنځي غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی او طالبانو یې هرکلی کړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه د افغانانو خپلمنځي سولې خبرو لپاره د جرمني د ژمنتیا هرکلی کړی، ښاغلی خلیلزاد زیاتوي د افغانانو خپلمنځي خبرې د افغان سولې د بهیر یوه اساسي برخه ده.
د امریکا استازي ویلي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره د افغان سولې په برخه کې د وروستي شویو پرمختګ په اړه معلومات شریک کړي دي.
د نوموړي په خبره کې په دې کتنه د سولې په برخه کې پر راتلونکو ګامونو هم خبرې وشوې. مخکې ویل شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ډېره نژدې ده او راتلونکی پړاو د افغانانو خپلمنځي خبرې دي. په دې خبرو کې به د افغان دولت، مدنې ټولنې او سیاسي ګوندونو استازي برخه ولري.
د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د کوربه په توګه د دوه هېوادونو نومونه یادیږي، یو یې ناروې او بل یې ازبکستان. شونې ده چې د افغانانو خپلمنځي ناستو راتلونکې غونډه له دغو دوه هېوادونو په یوه کې وشي.
لومړۍ غونډه تېره میاشت په قطر کې وه چې د افغان دولت استازو هم په کې برخه لرله، دغه غونډه د جرمني او قطر په ګډو هڅو جوړه شوې وه.
په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبد الغني برادر ازبکستان کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف سره خبرو کې د دې هرکلی کړی چې د افغانانو خپلمنځي غونډه په تاریخي ښار سمرقند کې وشي. ملابرادر او نور طالب چارواکي پرون دغه ښار ته ورغلي وو.
بل لورته په قطر کې د امریکا او طالبانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ خبرو پرون هم دوام درلود. د نورو جمعو ورځو بر خلاف پرون دا خبرې ونه ځنډول شوې او روانې وې.
په قطر کې په روانو خبرو کې د پرمختګ او د افغانانو ترمنځ د بلې غونډې تا بیا نیولو ترڅنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پیل خبرې هم تودې شوي دي.
راپورونو کې ویل شوي چې ښايي امریکا د راتلونکي ۲۰۲۰ کال تر ټاکنو وړاندې خپل سرتېري وباسي خو غواړي د ترهګرۍ په برخه کې د شته ګواښونو له امله چې لامل یې تر ډېره القاعده او "اسلامي دولت" داعش ډلې بلل کېږي امریکا په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري.