تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"په شمال کې د مخابراتي شبکو ستونزې به ژر حل شي"
افغان حکومت په بلخ ولایت کې د مخابراتی شبکو د فعالیت بیا پیلېدو لپاره دوشنبه ناوخته د امنیتي چارواکو، د چارو ادارې او محلي ارګانونو په ګډون کابل کې ناسته درلوده.
اترا یا افغانستان کې د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداره وايي، په دې ناسته کې امنیتی ځواکونو ژمنه وکړه چې ژر تر ژره د افغانستان شمال کې د مخابراتي شبکو امنیتي ستونزې اوارې کړي، چې ور سره به ددې شبکو فعالیت بیا پیل شي.
په دا مهال طالبان وایي، بلخ کې د مخابراتي شبکو فعالیت د لنډ مهال لپاره درول شوی و او ژر به بیا چارې پیل کړي.
وروسته له هغه چې په مزار شریف ښار کې خصوصي مخابراتي شبکو د طالبانو د ګواښ له کبله تېره شپه خپل فعالیت بند کړی و، د دوی دې کړنې په ځواب کې د د بلخ ځایي چارواکو هم ټولو خصوصي شبکو ته امر کړی دی چې نن ورځ (دوشنبه ۲۲م جولای) خپل فعالیتونه بند کړي.
د دې وضعیت له کبله تېره شپه او نن ورځ په یاد ښار کې ټولې خصوصي مخابراتي شبکې بندې وې او یوازې د سلام په نامه دولتي شبکه کار کوي.
په مزار ښار کې مخابراتي شبکو د طالبانو له ګواښ وروسته د شنبې ماښام مهال د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمتونه د شپې لخوا بند کړل.
سیمه ییزو دولتي چارواکو پرون ویلي وو چې خصوصي شبکې باید د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له کبله فعالیت بند نه کړي. خو دا چې شبکو د حکومت خبره ونه منله نو نن دوشنبه پخپله ځایي چارواکو مزار کې خصوصي شبکو ته امر کړی چې د ورځې لخوا هم خپل خدمتونه ودروي.
د مخابراتي شبکو یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وړاندې ویلي و چې وسله والو طالبانو په چاربولک ولسوالۍ کې د دوی دوه مخابراتي سایټونه وسوځول او وروسته یې خبرداری ورکړ چې مزار شریف او د جوزجان مرکز شبرغان کې باید مخابراتي فعالیتونه د شپې له خوا بند شي.
د ده په وینا که چېرته د طالبانو خبره ونه منل شي نو دغه ډله به یې د مخابراتي شبکو انتونو ته اور ورته کړي او په راتلونکي کې به هم د شپې لخوا شبکې بندې اووسي.
د بلخ والي د شپې لخوا د خصوصي شبکو فعالیت بندولو سره مخالفت کړی او دې شبکو ته یې خبرداری ورکړی چې که د شپې لخوا خپل فعالیتونه دروي، نو بندې دې شي.
سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې د دولتي چارواکو غوښتنې ته د نه پاملرنې له امله، په بلخ کې د افغان دولت لخوا د اتصالات، روشن، ام ټي ان او افغان بیسیم مرکزونه تړل شوې دي.
مخابراتي شبکې وايي د طالبانو لخوا یې ګواښ لیکونه ترلاسه کړي خو وايي سیمه ییز چارواکي ترې غواړي چې د طالبانو ګواښ له پامه وغورځوي.
د مبایل له لارې د کاروونکي د موقعیت معلومیدو امکان شته او ویل کیږي طالبانو ددې لپاره د شپې لخوا د مخابراتي خدمتونو فعالیت بندېدو ګواښ کړی چې افغان امنیتي ځواکونه یې ځای معلوم نه کړي او په نښه نه شي.
بلخ کې د یوې مخابراتي شبکې مسول بي بي سي ته ویلي چې دوی ته د طالبانو ګواښ جدی دی او که له پامه یې وغورځوي، وسله وال به یې انټنونو ته زیان واړوي او په خبره یې له همدې امله دوی پریکړه کړې چې د شپې لخوا خپل فعالیت ودروي.
د مخابراتو د تنظیم اداره یا اترا وایي، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۵ ولایتونه داسې دي چې د شپې له خوا په کې د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له کبله مخابراتې فعالیتونه بند وي.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې مزار شریف ښار کې ټولو مخابراتي شبکو د طالبانو د خبرداري له امله فعالیت درولی و.
د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي او سوداګر وايي د مخابراتي شبکو بندېدل د خلکو او د مزار په څېر یو مهم سوداګریز ښار لپاره چې په میلیونو ډالرو پانګونه پکې شوې د خطر زنګ دی.
د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز بي بي سي ته وویل مخابراتي شبکو دغه کار په خپل سر او بې له دې چې پولیسو ته احوال ورکړي، کړی دی.
وړاندې د بلخ والي دفتر په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي و چې مخابراتي شبکې نه باید د یوه نامعلوم پیغام له کبله خپل فعالیتونه بند کړي. چارواکي وایي، که چېرته دا موضوع همداسې دوام پیدا کړي له دغو شبکو سره به قانوني چلند وکړي.
له تېرو دوه کلونو راهیسې په شمال کې له فاریاب څخه نیولې تر بدخشانه پورې د شپې لخوا مخابراتي شبکې بندې دي.
په اکثرو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو د سیمکارتونو له لارې طالبان تعقیبوي، همدا دلیل دی چې دوی د شپې له خوا شبکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.