تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټاکنو کې ناکامو بلل شویو ښځو ځانونه په قفس کې بندیان کړي
یو شمېر هغه افغان ښځې چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنیو پایلو کې یې نومونه د بریالیو کاندیدان په نوملړ کې لیکل شوي وو، خو له نهايي لیسته یې نومونه لرې کړل شوي، نن 'شنبه ۲۰ جولای ' ځانونه په اوسپنیزه پنجره کې بندیان کړي دي.
دا مېرمنې چې له څه باندې دریو میاشتو راهیسې کابل ته د احتجاج لپاره تللې او اعتراض یې پیل کړی وايي، یوه مسووله اداره یې هم غږ نه اوري.
دوی د هغه څه لپاره چې ټاکنیزې درغلۍ یې بولي د ځانګړې کمېټې جوړېدل غواړي.
دغه ښځې له تېرو نژدې څلورو میاشتو راهیسې په بېلا بېلو بڼو احتجاج کوي. دوی په دې باور دي چې ولسي جرګې ته د بریالیتوب لپاره یې کافي رایې تر لاسه کړې دي، خو د دوی ګټلې رایې له پامه غورځول شوې او هغه کسان بریالي بلل شوي دي چې د دوی پرتله یې د ګټلو رایو شمېر لږ و.
دوی وايي، باید عدالت ورسره وشي او قضیه یې د عدلي ادارو لخوا وڅېړل شي. دوی له دې مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د اعتصاب لپاره کېږدۍ وهلې وه، د نه خوړو اعتصاب یې کړی و او ان ځینو یې شونډې ګنډلې وې.
له دې ښځو نه یوې فرزانه فرهمند چې بغلان ولایت کې د ولسي جرګې څوکۍ لپاره کاندیده وه، بي بي سي ته وویل چې د دې په وینا د (بې عدالتي او حق تلفي) پر ضد یې د اعتراض لپاره مبارزه پیل کړې.
نوموړې وايي، په سمبولیکه بڼه یې ځکه قفس کې ځان بندیوان کړی چې په وینا یې په افغانستان کې د (سیاسي او ټولنیزې ازادۍ نشتوالي) له کبله احتجاج وکړي.
نوموړې ادعا کوي چې حکومت (د سوله ییز احتجاج اجازه) نه ده ورکړې. مېرمن فرهمند وايي، ارګ ته څېرمه د دوی احتجاجي کېږدۍ ونړول شوه او پولیسو د دوی (ګنډلې شونډې په برېښنايي ډنډه پرانیستې.)
د افغانستان ولسي جرګې د تلې میاشتې ټاکنو پایله له ۷ میاشتو ځنډ وروسته اعلان شوې، چې له اعلان وروسته یې هم ډېرې ناندرۍ او اعتراضونه ولیدل شول. د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل، د ټاکنو پایلې شفافې وې او د هیچا حق تر پښو نه دی لاندې شوی.