تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې د خواله رسنیو ۵ سلنه حسابونه جعلي دي"
د افغانستان د انټرنېټ ټولنې په نامه بنسټ وایي، په خواله رسنیو کې شاوخوا پنځه سلنه حسابونه جعلي دي. اندېښنې دا دي چې د ټولنیزو رسنیو د ګواښونو په اړه ناپوهاوی، کارکوونکو ته یې، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیان رسوي.
د افغانستان د مخابراتو د وزارت د شمېرو له مخې په دې هېواد کې نږدې لس میلیونه خلک انټرنټ کاروي، چې له ډلې یې شاخوا اته میلیونه په خواله رسنیو کې حسابونه لري.
خو په دغو خواله رسنیو کې کاروونکو، په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانو ته د خوندیتوب نشتوالی اندېښنې زیاتې کړې ډي.
په کابل کې د یوې تلویزیوني خپرونې پخوانۍ وړاندې کوونکې مرضیه حفیظ چې په خواله رسینو کې یو له فعاله څېره ده وایي، د هغې په نامه جوړ شویو جعلي حسابونو یې پر ژوند ناوړه اغېز کړې دی.
یوازې مرضیه نه ده چې له دغې ستونزې سره مخامخ ده، بلکې د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو له شاوخوا اتو میلیونو حسابونو کې پنځه سلنه یې جعلي دي.
دغه جعلي حسابونه خلک او سازمانونه په نښه کوي او له سیاست نه نیولې تر اقتصاد پورې بېلابېلو برخو ته زیان رسوي، خو ډېری زیان بیا ښځو ته رسېږي.
له دې سره هممهاله په کابل کې د انټرنېټي خدمتونو په برخه کې یو شمېر متخصصین او سازمانونه د افغانستان د انټرنېټ ټولنې په کنفرانس کې د ګډون لپاره سره راټول شوي.
دوی د انټرنېټ د خوندیتوب او د خواله رسنیو د سمې کاروني په اړه خپل نظرونه له یو بل سره شریکوي.
ګډون کوونکي وایي، له انټرنېټه د خوندي او سمې ګټې اخیستنې او د خطرونو په اړه خلکو د عامه پوهاوي پر یوې طرحې کار کوي.
د افغانستان د انټرنېټ ټولنه د انټرنېټي خدمتونو په برخه له سلګونو سازمانونو جوړه شوې.
رئیس یې عمر منصور انصاري وایي، ورځ تر بلې له انټرنېټ او خواله رسینو ګټه اخیستنه پراخیږي او په دې سره بیا له انټرنېټه خوندي ګټه اخیستنه او د کاروونکو د خصوصي حریم ساتنه هم جدي شوې ده.