جلال آباد: د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته ويزه اخیستونکی د بېروبار او ګرمۍ له امله ومړ

ننګرهار پاکستان ویزه
د عکس تشریح، ويزه اخېستونکي د جلال اباد په سره لمر کې شپې او ورځې ويزې اخېستو پسې تېروي چې يا یې ويزه وشي، يا هم نه.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار
  • د خپرېدو وخت

نن د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته یو ويزه اخېستونکی د بېروبار او ګرمۍ له امله ساه ورکړه.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، محمد رفيق په ولايتي مرکز جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ګڼه ګوڼې او ګرمۍ له امله مړ شوی.

ښاغلی خوږیاڼي زیاتوي "رفيق پاکستانۍ ويزې پسې کونسلګرۍ ته څېرمه تللی و. متاسفانه تېز لمر، ډېرې ګرمۍ او د بېروبار له امله لومړی ضعف شوی، بيا يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

په دې ولايت کې د پاکستان کونسلګرۍ هره ورځ سلګونه ويزې ويشي، خو د ويزې غوښتونکو شمېر له زرګونو اوړي.

درې کلونه کېږي چې پاکستان ته پر تلونکو افغانانو پاسپورت او ويزه حتمي شوي.

له هغه راوروسته په دې ولايت کې د ويزو ترلاسه کول د خلکو لپاره يو لوی کړاو ګرځېدلی.

د ويزو ډېره غوښتنه، بډې او نامنظموالو په هکله ډېر کله شکايتونه شوي.

ننګرهار پاکستان ویزه

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پر خواله رسنۍ عکسونه خپاره شوي چې محمد رفیق پکې پر ځمکه پروت لیدل کېږي.

ويزه اخېستونکي د جلال اباد په سره لمر کې شپې او ورځې ويزې اخېستو پسې تېروي چې يا یې ويزه وشي، يا هم نه.

خالد د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی، وايي ډېر کله کونسلګرۍ ته ويزې پسې تللی، خو ويزه یې په اسانۍ نه ده ترلاسه کړې.

دی وايي "زه چې ډېر کله تللی يم، ويزه مې نه ده ترلاسه کړې. شپې مې ورته سبا کړي. په کې وهل شوی يم. چې سهار کتار کې درېدلي يو، اخر کې بې نوبتۍ او ګډوډۍ له امله راته ويل شوي، وخت پای ته ورسېد، نورې ويزې نه لګوو. اخر مجبور شوی يم چې تر پنځلس زرو کلدارې ورکړم چې ويزه راته ولګېږي."

له افغانستانه پاکستان ته د ويزه غوښتونکو ډېره برخه ناروغان دي چې د ډیورنډ له کرښې هغې غاړې ته د درملني لپاره ځي.

د کرښې دواړو غاړو ته خپلوۍ او کاروبار نور هغه څه دي چې د پاکستان ويزو غوښتنه یې ډېره کړې ده.

ننګرهار
د عکس تشریح، د ننګرهار هوا تودوخه په دوبۍ کې تر پنځوسو درجو هم رسېږي.

ځینې وختونه د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي جنجالونه هم دلته په جلال اباد کې د ويزو په شمېر اغېز کوي.

د تېر ۲۰۱۸ په سپټمبر کې خو لا د پاکستان سفارت په ننګرهار کې خپله کونسلګري شاوخوا ۳۷ ورځې وتړله او لامل يې د وخت د والي له لوري د دوی په چارو کې لاسوهنه او امنيتي ستونزې يادې کړې، خو هغه وخت د ننګرهار چارواکو بي بي سي ته وويل، د پاکستان د سفارت د لاسوهنې تور وروسته له هغې پورې کړ چې والي په دې ولایت کې د پاکستاني روپیو د مخنیوي او د وېزې اخیستنې پرمهال د فساد ختمولو او د نظم راوستو لپاره جدي ګامونه پورته کړل.

په جلال آباد کې د پاکستان کونسلګرۍ د ختيځو ولايتونو سربېره خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو اوسېدونکو ته هم ويزې ورکوي، خو خلک دا وېزې په اسانه نه شي، ترلاسه کولی.

که څه هم ولايتي چارواکو څو ځلي، په ننګرهار کې د ويزو په برخه کې د ستونزو د کمېدو د هڅو ویلي، خو لا هم د پاکستان ويزه اخېستونکي د پاکستان کونسلګري مخې ته څو شپې رڼوي او ورځې، ورځې په کتارونو کې په تمه درېږي.