د لوګر نیمایي وګړو ته روغتیایي چوپړونه نشته

- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د لوګر مرکز پل علم کې د یوازیني دولتي روغتون ډاکټران وایي، له وړتیا او امکاناتو څو برابره زیات ناروغان ورځي چې دوی ورته مناسب چوپړونه نه شي وړاندې کولی.
دغه ۱۰۰ بستریز روغتون کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه له ورایه ښکاري او هره ورځ ورته شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د درملنې لپاره ورځي.
د لوګر د وګړو شمېر ته په کتو، روغتیایي اسانتیاوې سمې نیمایي کمې دي.
د لوګر مرکزي روغتون ته په ننوتو د ناروغانو او پای وازانو ګڼه ګوڼه ترسترګو کېږي. د هرې څانګې مخ ته د نارینه او ښځو کتارونه ولاړ وي.
۷۵ کلن وریښمین د لوګر له یوې لېرې غرنۍ سیمې سپیڅ نه خپله مېرمن درملنې ته راوستلې.
دی بې اولاده دی او دا وس هم نه لري چې د ژوند ملګرې ته چې له یوې اوونۍ نه زیاته پر بستر پرته ده، درمل واخلي.
ښاغلی وریښمین وايي، "اولاد نه لرم، مېرمن مې همدلته پرته ده، که ډاکټران کومه ګولۍ ورکړي ښه او که نه زه خپله ورته د دوا اخیستو وس نه لرم. "

همدلته بیا له داسې مور سره مخ شو چې تلاسمیا ناروغۍ یې پنځه ماشومان مړه کړي او شپږم هغه هم میاشت په میاشت د وینې اخیستو لپاره راولي.
دې میرمنې د نوم نه ښودو په شرط وویل چې میاشت کې یوځل خپلې ناروغې لور ته وینه تېروي چې د دې په ټکو روغتون دې برخه کې ورسره ښه مرسته کوي.
د لوګر مرکزي روغتون ۱۱۲ روغتیایي کارکوونکي لري چې یوازې ۱۰ هغه یې متخصصین دي.
له دې سره هر ډاکټر باید د ورځې ۱۰۰ ناروغان وګوري، خو معیار بیا ۴۰ ناروغان دي.
د روغتون مشر پاینده محمد سهاک امکانات او چوپړونه ځواب ویونکي بولي، خو له ډاکټرانو سره تر خبرو وروسته مو ومونده چې دغلته روغتیایي خدمتونه یوازې د لوګر نیمایي وګړو ته بسنه کوي.
یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، هره ورځ دغه واړه او زاړه روغتون ته شاوخوا زر ناروغان ورځي چې د دوی د شته وړتیاوو پرتله څو برابره زیات دي.

په لوګر کې همدغه روغتون پر ملکیانو سربیره د امنیتي ځواکونو د ټپیانو درملنه هم کوي او هلته زموږ د تګ پر مهال ولیدل شول چې امنیتي ځواکونه له وسلو سره د روغتون بېړنۍ څانګې ته ننوځي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس رسول ګل ثمر وایي، پر مرکزي روغتون د ګڼې ګوڼې یو لامل په ولسوالیو کې ناامني او هلته د مناسبو روغتیایي خدمتونو نه شتون دی.
د ده په ټکو، د لوګر د وګړو له نیمایي ډېره برخه له معیاري روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.
"د احصایې مرکزي ادارې د لوګر نفوس څه باندې څلور لکه ښودلی، موږ ته هم دولت د همدې شمېر کسانو روغتیایي امکانات راکړي، خو موږ ته په کلني ډول شاوخوا ۱۶ لکه ناروغان مراجعه کوي، دې کې داسې کسان شته چې کال کې څو ځله راځي، داسې هم شته چې هېڅ نه راځي، نو موږ له خپلو شمېرو معلومولی شو چې د لوګر وګړي شاوخوا یو میلیون دي. "
د پاکستان له خوا جوړ شوی روغتون
لوګر کې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي ټولې سترګې هغه روغتون ته دي چې د پاکستان له خوا د پل علم ښار په څو کیلو مترۍ کې د کابل-لوګر پر لویه لاره د کنجک سیمه کې جوړ شوی.
خو دا روغتون هم چې ودانیز کارونه یې نژدې بشپړ شوي، تراوسه په ډاګ پروت دی.

د نایب امین الله لوګري په نوم دا ۳۰۰ بستریز روغتون ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان د صدر اعظم عمران خان یوه ډالۍ ده چې چارواکي وایي، نژدې راتلونکې کې به پرانستل شي، خو په داسې سیمه کې پروت دی چې د طالبانو فعالیت په کې محسوس دی او د روغتون پر ودانۍ د لګېدلو ګولیو نښې هم له ورایه ښکاري.
بي بي سي موندلې چې روغتون په نوم ۳۰۰ بستریز دی ځکه ټوله ودانۍ کې يې ۱۵۸ بستره جوړ شوي دي.
د روغتون مشر جواد جهید بي بي سي ته وویل چې د روغتون ودانیزې او د تشکیل چارې په بشپړیدو دي او دوی دې ته په تمه دي چې ژر تر ژره پرانستل شي.




















