تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني به مانچسټر کې د افغانستان او انګلنډ لوبه ګوري
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي ته منلې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکې اونۍ په یوه رسمي سفر برتانیا ته ځي. ښاغلي غني به د همدې سفر په ترڅ کې په مانچسټر ښار کې افغانستان او کوربه انګلنډ ترمنځ د کرېکټ نړیوال جام لوبه هم ګوري.
ټاکل شوې ده چې دا لوبه د روانې جون میاشتې پر ۱۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل، د ولسمشر غني سفر رسمي سفر دی او په ترڅ کې به یې د برتانیا له چارواکو سره دوه رسمي ناستې کوي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، د ولسمشر غني لومړۍ ناسته به د برتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا می سره وي. پر دې سربېره به ولسمشر غني د برتانیا د کابینې له هغو وزیرانو سره هم ګوري چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي.
په دې ډله کې د برتانیا د دفاع وزارت او د نړیوالې پراختیا وزارتونه دي، چې په قوي احتمال به یې ولسمشر غني له چارواکو سره ناستې ولري.
خو داسې ښکاري چې د ولسمشر غني د سفر تر ټولو په زړه پورې پړاو به په مانچسټر ښار کې د افغانستان او انګلنډ کرېکټ لوبه وي.
دا به د روان نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان پنځمه لوبه وي. افغانستان تر دې دمه خپلې لومړۍ درې لوبې بایللې دي او څلورمه لوبه یې د راتلونکې شنبې پر ورځ له سویلي افریقا سره ده.
ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کرېکټ لوبې کتلې دي، خو دا به لومړی ځل وي چې د نړیوال جام په څېر مهمو سیالیو کې د خپل هېواد د لوبډلې ملاتړ لپاره د لوبې میدان ته ورځي.
د نړۍ اکثر مشران د فوټبال او کرېکټ او ان د نورو لوبو د نړیوال جام په ترڅ کې د خپلو هېوادونو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره بهرني سفرونه کوي.