تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'طالبان د ګازو نل لیکې بیا فعالولو بدل کې پیسې غواړي'
د افغانستان په شمال کې چارواکي وایي چې د ګازو یوه نل لیکه د چمتال ولسوالۍ اړوند د جوزجان- بلخ پر لویه لاره د طالبانو تر واک لاندې یوه سیمه کې پرې شوې ده. په بلخ کې د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضایي وایي، له دوو اونیو را په دې خوا د ګازو جریان پرې شوی دی.
"طالبانو خبرداری ورکړی چې که دوی ته څلور میلیونه افغانۍ ورنه کول شي، دوی به دغه نل لیکه په بمونو والوزوي او اجازه به ورنه کړي چې د کیمیاوي کوډ او برېښنا کارخونې ته ګاز ولېږدول شي، موږ د ولید په نوم عملیات هم په دې موخه پيل کړي چې د همدې نل لیکې او نوري فایبر د پروژو امنیت ټینګ کړو، پیل شوي عملیات هم ۷۰ فیصده مخ ته تللي دي."
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې د حکومتي چارواکو دا ادعا رد کړه چې ګواکې طالبانو د نل لیکي د جوړولو بدل کې پیسې غوښتي.
نوموړی وایي، نل لیکه په داسې یوه سیمه کې خرابه شوې ده چې د دوی تر کنترول لاندې ده، او دوی تخنیکي ډلې ته بلنه ورکړې چې ورشي او ستونزه حل کړي.
شاوخوا څلور لسیزې وړاندې د شبرغان- بلخ ترمنځ د ۹۰ کیلو مترو په اوږدوالي دا نل لیکه جوړه شوه چې د جوزجان د خواجه ګوګردک له زېرمو ګاز د بلخ د کیمیاوي سرې او برېښنا کارخونې ته لیږدوي.
په لومړیو کې له دې نل لیکې د مزار یوشمېر ښاریانو هم ګاز ترلاسه کاوه، خو له کورنیو جګړو وروسته دا ګاز یوازې په کارخونې پورې محدود شو.
په بلخ کې د کیمیاوي سرې او برېښنا د کارخونې مشر عبدالرحمن افغان بي بي سي ته وویل، د دوی کارخونه په ورځ کې له سلو ټنو ډېره سره تولیدوي، خو وایي له ۱۵ ورځو را په دې خوا یې فعالیت په ټپه درېدلی.
امونیم نایتریت یا کیمیاوي سره پخوا تر ډېره له پاکستانه واردېدله، خو کله چې په چاودیدونکو توکو کې د کارونې له امله هغه سره بنده شوه، نو د بلخ د کیمیاوي کوډ د کارخونې چارې چټکې شوې.
په شمال کې امنیتي چارواکي وایي، همدې کارخونې ته د احتمالي امنیتي ګواښ د مخنیوي لپاره یې د فابریکې شاوخوا د خندک کېندلو چارې پیل کړي.