"هغه تخت چې له طالبانو یې وژغورلم"

د خپرېدو وخت

څه باندې یو کال وړاندې یوناني پیلوټ واسېلیوس واسېلیو په کابل کې د یوې غونډۍ پر سر یوه تجملي هوټل ته د پاتې کېدو لپاره ورغی. د کابل انټرکانټیننټال هوټل په دې پېژندل شوی چې بهرنیان پکې اوسېږي او همدا لامل و چې تېر کال د جنورۍ پر ۲۰ مه طالب وسله والو پر هوټل برید وکړ او لږترلږه یې ۴۰ کسان ووژل. واسېلیوس د دې کیسه کړې چې څرنګه ژوندی پاتې شو.

ښاغلی واسېلیوس وايي هماغه ماښام یې پرېکړه کړې وه چې له خپل ملګري پیلوټ مایکل پولیکاکوس سره د شپې ډوډۍ ته وختي، پر شپږو بجو ولاړ شي، په داسې حال کې چې تر دې پخوا چې به دې هوټل کې اوسېده پر ۸:۳۰ بجو به یې د شپې ډوډۍ خوړله.

دی وايي "پر ۷:۳۰ بجو چې له ډوډۍ خوړلو خلاص شوو او خپلې کوټې ته چې ۵۲۲ شمېره وه او د هوټل په لوړ پوړ کې وه ولاړم چې ځینې ټېلیفونونه وکړم. ۸:۴۷ دقیقې وې او زه پر ټېلیفون اتنس ته غږېدم چې د هوټل له لاندې دهلیز یا لابي کې مې د لویې چاودنې غږ واورېد.

زه برنډې ته ولاړم. لاندې مې پر یوه کس سترګې ولګېدې چې په وینو کې لټ پټ و د هوټل دننه او دباندې څخه د ډزو غږ اورېدل کېده. زه پوه شوم چې څومره بختور وم چې لاندې د هوټل په رسټورانټ کې نه وم. نو ځان ته مې وویل چې، واسېلیوسه! باید یوه چاره وکړې چې ژوندی پاتې شې. "

ښاغلی واسېلیوس وايي دا چې دی پیلوټ دی نو دوی ته دا روزنه ورکړل شوې چې په بدو حالاتو کې څرنګه ځان خوندي وساتي. آن په عادي حالاتو کې یې هم دې ته پام وي چې که په رستورانټ کې کښېني نو باید د وتلو بېړنۍ لار ور معلومه وي او داسې نور.

د ده په خونه چې دوه کټونه ول نو د یوه کټ توشکه یې د دروازې ترشا درولې چې د لاسي بمونو چرې یې ژوبل نه کړي.

ښاغلی واسېلیوس وايي، تشریح کولی یې نشي چې ولې خو وارخطا نه و او کرار و.

دی وایي "هغه کټ چې توشکه پرې پرته وه هغه مې داسې کړ چې ښه ګډوډ معلوم شي او هغه بل چې توشکه مې ترې اخېستې وه منظم کړ. څراغونه مې مړه کړل او پرېکړه مې وکړه چې په تیاره کې د پنډو پردو او فرنیچر ترشا پټ شم.

"نژدې یونیم ساعت تېر شو، سربېره پر دې چې نه پوهېدم چې تر دغه وخته بریدګرو په لابي، رستورانټ او د هوټل په لومړي او دوهم پوړ کې نژدې ټول کسان وژلي. بریدګرو درېم او څلورم پوړ ته ودانګل او ما یې د پنځم پوړ پر بام د ګرځېدو غږ اورېده چې هڅه یې کوله د نړیوالو ځواکونو چورلکې لېرې وساتي.

"ما په نژدې دهلېز کې د ډزو غږونه واورېدل او په ټول هوټل کې برېښنا پرې شوه. پر پنځم پوړ لومړنۍ کوټې ته چې بریدګر ننوتل ۵۲۱ مه او زما څنګ ته کوټه وه، او د پاتې شپې لپاره د دوی په عملیاتي مرکز بدل شو.

"ما ډ‌زې واورېدې چې زما د کوټې پر دروازې وشوې او له ځانه سره مې وویل، په داسې حالت کې ګیر پاتې کېدل ښه خبره نه ده.

"ځان مې پر ځمکه واچوه او د هغه تخت لاندې ننوتم چې لا توشکه پرې پرته وه چې ځان وساتم. ما دا یوکسیز کټ له خپلو سوکانو او د پښو د غټو ګوتو سره لږ پورته نیولی و چې د تخت وزن کم کړم.

" ما ته لږ ښکارېدل چې څه تېرېږي ځکه کټ نژدې لس سانټي متره له ځمکې پورته و. هغوی د کوټې کُلپ په ډزو وویشته، دروازه یې په درانه چټک ووهله او وروسته څلور کسان زما کوټې ته ننوتل. یوه یې په منډه برنډې ته وځغستل ځکه ویې لیدل چې ور یې خلاص دی.

" ما د تپانچې یو ډز واورېد. او ما فکر وکړ چې په راتلونکو څو ثانیو کې ښايي ووژل شم. ما د خپلې کورنۍ په اړه فکر کاوه، د خپلو ماشومانو د مخونو، او د ژوند ښې او بدې شېبې مې سترګو ته درېدې.

" دروازه خلاصه پاتې وه او وسله وال به همېش تلل راتلل. وروسته یې پر پنځم پوړ د نورو کوټو د دروازو په خلاصولو پیل وکړ. په دهلیز کې زما د دروازې پورې غاړه یوه سټیورډه یا د الوتکې خدمه وه او ځینې نور پیلوټان چې ما ورسره کار کړی و. مخکې له دې چې ووژل شي کله کله به مې بغارې واورېدې، خو کله به هېڅ نه ول.

" زه فکر کوم هغوی پر پنځم پوړ هره یوه دروازه خلاصه کړه او هرڅوک چې یې وموندل ویې وژل. ما به ژړا واورېدله، د یوې مرمۍ د ډز غږ به مې واورېد او دوی به بیا بله دروازه ماته کړه. هر ځل یې وروسته له دغه سره خندل، لکه دې خوا هاخوا چې هسې لوبه کوي، یا دا چې کومه لوی محفل یا پارټي وي.

" شاوخوا د سهار درې بجې هغوی پر پنځم پوړ یو لوی اور بل کړ او ترې ووتل ځکه لوګی ډ‌ېر ټینګ و. له ۲۰ تر ۲۵ دقیقو د ډزو هېڅ غږ نه و، نو پرېکړه مې وکړه چې د کټ له لاندې راووځم.

" کله چې راووتلم نو ومې کتل چې په دغه موده کې چې زه د یوه کټ لاندې پټ وم، دوی پر بل کټ ډزې کړې وې او لرګین بېخ یې اوچت کړی و چې وګوري څوک ترې لاندې پټ نه وي.

" له ځانه سره مې وویل، نن دا دوهم ځل دی چې له مرګه بچ شوی یم.

" لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې لوګی زما کوټې ته هم را ورسېد. ما باید یو څه کړی وای، نو برنډې ته ووتلم. زما کیڼ لاس ته اور بل و، ډېر قوي و او زه پوه شوم چې که زما کوټې ته را ورسېږي نو زه ژوندی نشم پاتې کېدای. "

ښاغلی واسېلیوس کیسه کوي کله چې یې غوښتل د تلویزیون کېبلونو په نیولو له برنډې لاندې ښکته شي، د ده په وینا ښايي بهرنیو ځواکونو ورباندې د وسله والو ګومان کړی وي چې ډزې یې پرې کړي خو دی بیا بچ شوی دی. دی بېرته په کرارې کوټې ته تللی.

واسېلیوس وايي ده بله چاره نه درلودله پرته له دې چې ځان خوندي وساتي. هغه له خپل کمیسه د پوزې فلټر جوړ کړی و، اوبه او شیدې یې پرې اچولې وې چې د لوګي زهري مواد فلټر کړي او بېرته په کټ کې پټ شو. دی کیسې ته دوام ورکوي او وايي: "سمدستي وروسته له دې چې په کټ کې پټ شوم هغوی بېرته راغلل. یو کس یې پر همدغه کټ کښېناست چې زه پکې پټ وم. ما یې پښې لیدلی شوای او هغه به پر ځمکې ناړې تو کولې. ده هغو نورو کسانو ته امر ورکاوه او ورته یې ویل چې څه وکړي، زما یې تر اوسه غږ په یاد دی. بیا تشناب ته ولاړ، له هغه وروسته برنډې ته ووت او د کلاشینکوف یو څو شاجورونه یې تش کړل. ما هېڅ غږ غوږ نشو کولی ځکه د ډزو له ختمېدو سره به بشپړه چوپتیا خپره شوه.

" هماغه شېبه مې په مغزو کې یو څه راته وویل چې زه نن نه مرم... ما فکر وکړ چې بهرني ځواکونه به په یو ډول وضعیت کابو کړي، نو پرېکړه مې وکړه چې که زه په هغه ځای کې چې وم پاتې شم پر ما څه نه کېږي.

" خو سهار وختي بهرنیو ځواکونو پیل وکړ چې له ټانکه پر کوټو ډزې وکړي. هغوی پر ۵۲۱ مې کوټې تمرکز وکړ چې زما د کوټې څنګ ته وه. خو پر نورو کوټو یې هم ډزې کول پیل کړل، ځکه وسله وال به ګرځېدل را ګرځېدل او له نورو ځایونو به یې هم پر هغوی ډزې کولې... "

تر دغه مهاله په داسې حال کې چې وسله والو د ده د څنګ کوټه هم سوځولې وه او د ده له کوټې یې هم کالي او فرش اېستلي ول او په دهلیز کې یې اور وراچولی و، خو ده له لوګي د بچ کېدو او ساه اېستلو لپاره وروستۍ هڅې کړې وې او ځان یې ژوندی ساتلی و.

ښاغلی واسېلیوس وايي وروسته له دې چې څه وخت پکې تېر شو، د ده په ګومان نړیوالو ځواکونو د هوټل کوټو ته له لېرې واټنه اوبه په شدت ورشیندلې چې اور مړ کړي.

دی وايي، ۹:۲۵ د سهار وې چې له لاندې دهلیزه یې داسې ډزې واورېدې چې بل ډول وې. وروسته تر غرمې وړاندې بهرنیو ځواکونو ډېر لاسي بمونه وغورځول چې ځینې یې د ښاغلي واسېلیو په وینا د ده د څنګ کوټې او ان برنډې باندې پرېوتل.

واسېلیو وايي څه کم ۱۲ بجې وې چې کوټې ته یې څوک ننوتل او غږ یې کاوه چې "پولیس، پولیس" او دی په بغارو او خوشحالۍ د کټ له لاندې وتلی.

دی وایي هغوی ورباندې د "درېږ" غږ کاوه. "زه دومره په لوګي لړلی وم چې له څلورو کومانډو ځواکونو یوه یې وویل چې دا به ارواح وي. " خو ده ورته ځان ور پېژندلی و چې د کام ایر کاپیتان دی او ځان یې ژوندی ساتلی دی.

ښاغلی واسېلیوس وايي کومانډو ځواکونه دې ته حیران پاتې ول چې زه دا ټوله موده په یوه کوټه کې څرنګه ژوندی پاتې یم. " زه وروستی کس وم چې له هوټله ووتلم. دوی موږ ټول ژوندي پاتې په کابل کې برتانیوۍ قرارګاه ته بوتلو. کله چې مې خپل ملګری مایکل ولید ډېر خوشحال شوم. هېڅ مې باور نشو کولی. نه پوهېدم چې وخاندم که وژاړم. بېلابېل احساسات مو درلودل. موږ ډېر ملګري له لاسه ورکړي ول. ډېر هغه پیلوټان، عملیاتي پرسونل او انجنیران مړه شوي ول چې موږ ورسره کار کاوه. "

د ښاغلي واسېلیوس کورنۍ فکر کړی و چې دی مړ شوی دی خو چې څو ساعته وروسته یې د ده غږ اورېدلی و ډېر خوشحاله شوي ول.

دی وايي " زه هروخت یو مثبت انسان وم خو نن سبا لا ډېر مثبت شوی یم. د ژوند له هرې شېبې خوند اخلم او پر هر هغه څه شکر باسم چې لرم یې. ژوند یوه ډالۍ ده، او تر هر وخت چې دوام کوي باید خوند ترې واخلو... له کابل وروسته مې رښتیا هم دې ته پام شو چې ژوند ډېر ښکلی دی، او باور وکړئ زه یې له هرې شېبې خوند اخلم. "

پر کانټیننټال هوټل برید کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول.

ټول عکسونه د واسېلیوس واسېلیو دي.