افغان جګړه؛"د طالبانو د جنګي قومندانانو له منځه وړل زیاتېږي"

د خپرېدو وخت

رویټرز خبري اژانس د ځینې افغان امنیتي چارواکو له خولې وايي، د طالبانو د جګړې د ډګر هغه قومندانان په نښه کېږي، چې د سولې خبرو مخالف دي.

د افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي له نومپرته رویټرز ته ویلي: د طالبانو د جګړې د ډګر قومندانان د سولې هڅو خورا لوی خنډ دي.

د دغه چارواکي په خبره، دا طالبا قومندانان په دې باور دي چې له پوځي پلوه بریالي کېږي.

د دې رپوټ له مخې، افغان امنیتي ځواکونو او امریکایانو د سولې خبرو ته د لار اوارولو لپاره د دغو قومندانانو د له منځه وړلو پلان جوړ کړی دی.

د امریکايي ځواکونو ویاند څه وايي؟

افغان او امریکايي هوايي ځواکونو تېرو دوو اونیو کې په هلمند، غور او پکتیکا کې د طالبانو درې والیان ووژل.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال ډیویډ بټلر وايي: تمه نه لري چې د دې مشرانو وژل کومه پایله ولري.

‌ډګروال بټلر زیاتوي: "له بده مرغه به تر هغه جګړه روانه وي، چې طالبان یې د پای ته رسولو پرېکړه ونه کړي. سیاسي هوکړې ته رسېدل تلپاتې یوازنۍ حل لار ده".

وسلوالو طالبانو هم وروستیو میاشتو کې د افغانستان مختلفو سیمو کې بریدونه پراخ کړي او د دې ډلې او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د سولې هڅو سره هممهال جګړه سختېدل

د جګړې سختېدو سره هممهال د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ رسمي خبرې بې مخینې پړاوته رسېدلې دي.

وروستیو څو میاشتو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد درې ځلې د سیمې هېوادونو ته لاړ.

نوموړی- چې دوه میاشتې مخکې له طالبانو سره د خبرو لپاره ګومارل شوی دی- دمګړۍ هم د سیمې اتلس ورځنی سفر لري.

هغه په دې سفر کې پاکستان، افغانستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان ته تللی او ټاکلې ده بلجیم، قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سر ور ښکاره کړي.

د طالب بندیانو خوشي کول

د طالبانو کره سرچینو وروستیو کې بي بي سي ته وویل، چې د دې ډلې مرکچي پلاوی او امریکايي چارواکي د افغان حکومت له بندونو د زرګونو طالب بندیانو پر خوشي کولو هوکړې ته نږدې شوي دي.

په دوی کې یوې سرچینې وویل، چې دا ګام د باور جوړولو لپاره پورته کېږي.

له بلې خوا د افغانستان ملي امنیت شورا دوه ورځې مخکې د سولې لوی مشورتي بورډ اعلان کړ.

د دې شورا اعلامیه کې راغلي چې دا بورډ او افغان مرکچي پلاوی د ولسمشر په فرمان سره جوړ شوی دی.

دا بورډ ۳۱ دولتي او نادولتي غړي لري، چې ۱۷ یې د پخواني حکومت او جهادي څېرې دي.