افغان طالبانو ته ملا منان جګړه کې څومره مهم و؟

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

ډېر شمېر نړيوالو ورځپاڼو هلمند لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا عبدالرحيم منان د وژنې په تړاو ليکنې کړې.

نيويارک ټايمز ليکلي چې ملا منان د هلمند په ډېرو برخو کې د طالبانو د جگړې مديريت کاوۀ او باور دى چې نوموړي د سرې قطعې په نامه د طالبانو د ځانگړي ځواک چې د افغانستان په ډېرو برخو کې يې مرگوني عمليات کړي، په رامنځته کولو کې يوه مهمه څېره وه.

ورځپاڼې د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي جرگه گۍ پخواني مشر بشير احمد شاکر خبرې راخيستې چې ملا منان يې د "جنگ ماشين" بللى.

نوموړي ورځپاڼې ته ويلي "ملا عبدالرحيم منان سخت او د جگړې د ډگر ښه مدير و."

د ښاغلي شاکر په وينا داسې وخت يې هم په ياد دى چې ملا منان به افغان ځواکونه د هلمند په ١٢ بېلابېلو ځايونو کې په جگړه کې راښکېل کړل.

طالبانو هم د ملامنان وژنه د ځان لپاره ستره ضايعه بللې خو ويلي يې دي چې د ملامنان مړينه به د دوى پر وړتيا اغېز ونه لري.

ورځپاڼې د ملامنان د وژل کېدو په تړاو د د امريکايي ځواکونو د يوې وياندې "دېبرا ريچاډسن" وينا را خيستې چې وايي " په داسې حال کې چې د هغوى (طالبان) وسلوال او مشران له پرلپسې بريدونو سره مخ دي نو د جگړې په توندولو کې به له ستونزو سره مخ شي."

نوموړې وايي د سولې خبرې يوازينۍ لاره ده.

حسین رضوي په ترهګرۍ تورنول

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د تحريک لبيک پر مشر خادم حسين رضوي رسما" د بغاوت او ترهگرۍ د تورونو پورې کېدل مهم بللي او وايي د دغه غورځنگ د نورو مشرانو پر وړاندې هم قانوني گامونه پورته شوي دي.

ورځپاڼه په دې تړاو ليکلې شننه کې وايي د دغه غورځنگ د غړو پر وړاندې له پورته شويو گامونو وروسته اوس له دغې ډلې سره د تړلو ډېرو کسانو ويناوې او اعلانونه مخې ته راځي چې وايي ورسره اړيکي نه لري.

ليکوال وايي دې ته په پام سره داسې برېښي لکه گواکې چې تحريک لبيک د اوبو يو پوکنۍ وه.

ليکوال پوښتي نو بيا څنگه دغه غورځنگ وتوانيد چې په ورستيو ټاکنو کې څه د پاسه دوه ميليون رايې وگټي؟

ليکوال وايي دا ښايي د بريلويانو " د حنفيانو غورځنگ" د بيدارۍ او د دغه گوند د مشر جذابيت له امله وي او اوس داسې برېښي چې له هغه وروسته راتلونکى ونه لري.

ليکوال داسې پايله اخلي چې مذهبي او يا فرقه يي ډلو لپاره يوه مبارزه او يا يوه پېښه يو غورځنگ رامنځته کولى شي خو هغه غورځنگ بيا په يو پايدوني سياسي گوند نشي بدلولى.

د نجونو د حقونو لپاره د پوهاوي نوې لار

گلف نيوز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې څنگه په پېښور کې د نجونو د حقونو په تړاو پوهاوي ډېرولو لپاره لارۍ کارول کېږي.

ورځپاڼه وايي په پاکستان کې اوس پر لويو ټرکونو يا لاريو داسې انځورونه ليدل کېږي چې د نجونو د زد کړو، ميراث کې د برابر حق خبره کوي، په ماشومتوب کې يې ودول او په بدو کې يې ورکړه غندي.

ورځپاڼه وايي دغه کار اوس په دودېدو دى.

ورځپاڼې د حاجي خان په نامه د يوه لارۍ چلونکي خبرې راخيستې چې پر خپلې لارۍ يې د يوه کتاب په لاس نجلۍ انځور کښلى او لاندې يې ليکل شوي "زدکړه د يوې نجلۍ بنسټيز حق دى. خپلې لوڼه ښوونځي ته ولېږئ.".

حاجي خان ورځپاڼې ته ويلي ډېرى چلوونکي پر خپلو لاريو د فلمي نجونو انځورونه، وسله په لاس فلمي ستورو او يا سياستوالو نقاشۍ خوښوي خو پېښور کې په يوه ورکشاپ يا کارځي کې د لاريو يوه رنگوونکي ورته لارښونه وکړه چې دغه راز خيالي انځور به د ناسمو دودونو مخنيوي کې مرسته وکړي او ده هم ومنله.

د سمر مين الله په نامه يوه ټولنيزه فعاله او د مستندو فلمونو جوړونکې د نجونو حقونو په تړاو پوهاوي ورکولو لپاره د ټرکونو د کارونې نوښتگره ده.

هغې ورځپاڼې ته ويلي"پر لاريو کښل شوي انځورونه د تبليغ تر ټولو لويه سرچينه ده. ځکه دغه گاډي له خيبر تر کراچۍ سفر کوي، مخاطبان يې کليوال دي او دغه ناسمې کړنې په کليو کې ډېر دود دي."

نوموړي ويلي دا نظر ورته د اسيا پراختيايي بانک او يونيسکو په څېر ټولنو سره له خبرو وروسته پيدا شو.