تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت له څرخي پله زندانه د حزب اسلامي ۷۵ بندیان خوشي کړل
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د بندیانو ۷۵ کسیزه بله ډله هم خوشې کړه. دا بندیان د یاد ګوند او حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې خوشي کېږي. له دې مخکې ددې حزب ۵۲ کسان په لومړي وار او ۱۸ کسان په دویم ځل خوشي شوي دي.
ټاکل شوې وه چې د حزب اسلامي نژدې ۲۰۰ بندیان به داځل خوشي کیږي، خو افغان چارواکي وايي، د ځینو ستونزو له امله یوازې ۷۵ کسان خوشي شول.
اسلامي حزب وايي، د افغانستان په زندانونو کې ددې ګوند شاوخوا ۲۵۰۰ غړي بندیان دي چې دوی یې د خوشې کولو غوښتنه کوي.
له افغان حکومت سره د حزب اسلامي ګوند د سولې کولو په هوکړه لیک کې د دې ګوند د بندیانو خوشي کول یو مهم شرط و.
په دوی کې ۳۸ کسان د بګرام په زندان او پاتې د کابل څرخي پله په محبس کې بندیان وو، چې ټول نن د څرخي پله په زندان کې د یوې غونډې په ترڅ کې خوشي شول.
داسې اندېښنې هم وې چې ګواکې د اسلامي حزب غړو کې د دوی په نوم ځینې د داعش غړي هم شته چې اسلامي حزب یې د خوشي کولو هڅه کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محکمو د اړیکو مسؤول شاه میر امیر پور د بندیانو خوشي کولو پرمهال وویل، دغه کسان د ولسمشر محمد اشرف غني د بښنې د فرمان پربنسټ خوشي شول.
"سیاسي بندیان"
ښاغلي امیرپور زیاته کړه، دا بندیان د کورني او بهرني امنیت پرضد په جرمونو تورن شوي وو، چې د ځینو د بند موده یې ان ۲۰ کاله وه، خو په دوی کې هېڅ کوم یوه جنايي جرم نه درلود.
د حزب اسلامي استازي عبدالحی فقیري خوشي شوي ټول "سیاسي بندیان" وبلل، چې په وینا یې "سیاسي بندي مجرم نه دی"، بلکې دده په ټکو "هغه اتل دی چې له نظام سره یې ټکر راغلی".
ده وویل، "دا ډول کسان ځینې وخت زندان کې وي، ځینې وخت وزیر وي او خینې وخت ولسمشر شي".
خو شاه میر امیر پور وايي: "زه فکر کوم چې د دوی په منځ کې دداعش غړي په هېڅ صورت نه شته، دا هغه زندانیان دي چې د داعش له پيدا کېدو مخکې له زموږ سره بندیان وو. زه ډاډه یم چې داعشیان هېڅکله د ولسمشرۍ فرمانونو کې نه دي شامل."