تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ثور کودتا ۴۰مه کلیزه: د افغانستان او پاکستان د تاریخ یوه ورته پاڼه
- Author, نورمحمد سعید
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
د ۱۹۵۱ کال د مارچ میاشت کې پاکستاني چارواکو یو لیکوال او شاعر د کودتا پلانولو په تور ونیو. دغه سړی سید سجاد ظهیر نومیده، چې اصلاً د لکهنوو د اشرافیه وو له یوې کورنیه و او په اردو ژبه یې نثر او نظم لیکه.
له ده سره بل نیول شوی سړی د اردو ژبې مشهور شاعر فیض احمد فیض و.
فیض او سجاد دواړه د هندوستان د مترقي لیکوالو بهیر مخکښان وو.
فیض له دې مخکې پوځي افسر و، خو استعفا یې کړې وه او سجاد ظهیر د هندوستان تر وېش وروسته پاکستان ته لاړ او هلته یې د خپلو ملګرو په همکارۍ د پاکستان کمونیست ګوند بنسټ کېښود.
پاکستاني چارواکو ادعا کوله چې دوی د چارسدې یوې پښتنې کورنۍ کې زېږېدلي جنرال اکبرخان په مشرۍ د هغه وخت د پاکستان لومړي وزیر لیاقت علي خان حکومت خلاف کودتا پلان کړې وه.
هغه مهال ۱۱ پوځي افسران او څلور ملکیان زندانیان او د 'راولپنډۍ سازش یا توطیې قضیې ' په نامه محاکمه شول.
دا پاکستان کې د لومړني جمهوري حکومت خلاف د لومړنۍ کودتا ناکامه هڅه بلل کېږي.
له یو څه بدلون او زماني واټن سره ۲۷ کاله وروسته کابل کې کې د یوې کودتا هڅه وشوه، هغه کودتا کامیابه شوه او پایله کې یې د محمد داود خان حکومت یې نسکور شو.
د کابل کودتا پسرلي کې وشوه او پاکستان کې هم همدغه د پسرلي موسم و، چې د کودتا کولو ناکامه هڅه وشوه.
سجاد ظهیر له هغې پېښې څه باندې ۱۵ کاله مخکې د لندن یوه هوټل په ځمکتل کې د ګوتو شمېر یو څو ملګرو په مرسته د هند مترقي لیکوالو انجمن بنسټ کېښود، چې وروسته یې د هند کمونیست ګوند بڼه ورکړه.
دغه راز د کابل له کودتا ټیک څه کم ۱۵ کاله مخکې د څلورمې کارتې یوه کوچني کور په میلمستون کې ناول لیکونکي نورمحمد تره کي د ۲۷ کسانو په یوه غونډه کې د خلک دیموکراتیک ګوند بنسټ کېښود.
وروسته کیسه د تاریخ برخه ده، چې څنګه سجاد ظهیر بېرته هند ته وشړل شو، پاکستان کې د ترقي پسندو لیکوالو تحریک سیاسي ګوند وبلل شو او بندیزونه پرې ولګېدل او دوی په نورو نومونو فعالیت وکړ یا یې غړي په نورو فعالو سیاسي ګوندونو کې شامل شول او د دوی په آند خپله اجنډا یې پر مخ بیوله.
البته هند کې بیا د کیڼ اړخو همفکره ملګرو یا ویلای شو، دویم نسل تر لسیزو پورې په یو شمېر ایالتونو کې حکومت هم وکړ.
د هند سویل ځینې ایالتونو او بنګال کې تر ډېره وخته داسې فکر کېده، چې ټاکنو کې څوک کمونیستانو ته ماتې نه شي ورکولای، ځکه دوی له فساده پاک خلک دي او خلک ترې راضي دي، خو له تېرې څه مودې راهیسي په همدغو ایالتونو کې یو په بل پسې دوی ټاکنې وبایللي، چې د ځینو په آند ښايي سبب یې د ځوان کول بدلون ته لیوالتیا وي.
که د پاکستان کیڼ اړخي د ۱۹۵۱ له پېښې وروسته بېرته سیاسي مبارزو ته ستانه شول، نو افغان همفکران یې بیا له کودتا وروسته بالکل مختلف سرنوښت سره مخامخ شول.
تاریخونه کاږي، چې کله چې دغه لیکوالان او فعالان په کابل کې د خپلې کودتا ملګرو له توقیفه راوایستل، نه پوهېدل چې څه پېښه ده او څه باید وکړي.
دوی له لومړۍ ورځې د حکومت په جوړولو، د خپلو فکرونو په عملي کولو، د پلان په تطبیق او ان د خپلو ملګرو په یو ځای ساتنه کې له سختو ستونزو سره مخامخ شول، بلکې پرلپسې ناکامۍ یې په برخه شوې.
داسې هم وشول، چې یو بل یې سره ووژل او د یوه بل خلاف یې هغو ته هم لاس ورکړ، چې ګډ دښمنان یې بلل.
پر دوی لګېدلي تورونه او د دوی سپیناوی هم نژدې ورته دي.
د پاکستان او هند په کیڼ اړخو پسې هم ویل کېدل، چې د خپلې ټولنې پر ارزښتونو نه پوهېږي، د سوسیالیستي ټولنو ټول کړه وړه ورته سم ښکاري او خپلو مسایلو ته د نورو له نظره ګورياو ورته حالت افغانستان کې و.
هغوی ته هم د پردیپالو په سترګه کتل کېدل.
دیني او ټولنیزو ارزښتونو ته د سپکاوي تورونه پرې پورې کېدل او هلته خو خبره یوازې تر تورونو پاتې نه شوه، بلکې پر دښمنۍ او پراخه وسله واله جګړه واوښته، چې پایلې یې لا هم ټول ګالي.
یو ورته والی دا هم دی، چې زموږ په سیمه کې د کیڼ اړخه سیاست په وده کې د قلموالو رول ډېر مهم دی، خو د عمل په ډګر کې وینو، چې دوی د قلم تر څنګ د کودتا او پوځي زور له کارولو هم ډډه نه ده کړې، البته له دې ورهاوخوا دوی بې له شکه د سیمې ادب ته ډېر څه ورکړل، چې د دوی هدفونو په پام کې له نیولو پرته د فکري تنوع او سیاسي شعور د کچې لوړوالي لپاره ښه پیلامه بلل کېدای شي.