کابل کې د بزګر ورځې مېله

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرنې وزیر نصیر احمد درانی وايي، سږ کال په پام کې لري بزګرو ته عصري وسایل وسپاري او همداراز بزګرو ته به د پورونو د ور کړې اسانتیا هم برابره کړي. د کرنې وزارت په خبره، په تېرو وروستیو کلونو کې د کرنې سکتور پرمختګ کړی، خو لا هم نور ډير کار ته اړتيا ده. د ۱۳۹۷ کال دويمه په کابل کې د بزګرو دوديزه مېله او نندارتون جوړېږي. زمونږ همکاره عابده سپوږمۍ ورغلې او دا انځورونه یې اخيستي.

.
د عکس تشریح، کابل کې د بزګري توکو او کورنیو تولیداتو نندارتون چې له اتڼونو او سندرو سره مل و، یو شمېر بزګرانو له دولته وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
.
د عکس تشریح، په نندارتون د افغانستان بېلابېلې تازه مېوې نندارې ته وړاندې شوې وې
.
د عکس تشریح، د هېواد د نورو تولیداتو تر څنګ د کونجتو غوړي هم په دې محصولاتو کې شامل وو چې نندارې ته وړاندې شوي وو.
.
د عکس تشریح، په کورنیو تولیداتو کې اچار هم د دغې میلې او نندارتون یوه برخه وه چې د ښځو لخوا تولید شوي وو
.
د عکس تشریح، د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال په پام کې لري چې عصري وسایل بزګرو ته په امتحاني ډول وسپاري او لا ډېر اسانیتاوې ورته برابرې کړي.
.
د عکس تشریح، افغان حکومت په پام کې لري د بزګرانو په هڅولو سره بزګري صنعتي او د کوکنارو ځای ناستې یې کړي
.
د عکس تشریح، زعفراڼ چې په نړۍ کې د افغانستان له مشهورو زراعتي محصولاتو شمېرل کيږي، سږ د کرنې په نندارتون کې هم نندارې ته ايښودل شوي وو.
.
د عکس تشریح، د افغانستان له ډېر شمېر ولایتونو بزګرانو له خپلو کرنیزو وسایلو سره د بزګر ورځې په جشن کې ګډون کړی و.
.
د عکس تشریح، د بزګر ورځې په مناسبت په جوړ شوي کرنیز نندارتون کې د مالوچو بوټي هم راوړل شوي وو.
.
د عکس تشریح، په کرنیز نندارتونو کې پر تازه مېوې سربېره د افغانستان وچه مېوه هم نندارې ته ايښودل شوې وه