کابل کې د بزګر ورځې مېله

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرنې وزیر نصیر احمد درانی وايي، سږ کال په پام کې لري بزګرو ته عصري وسایل وسپاري او همداراز بزګرو ته به د پورونو د ور کړې اسانتیا هم برابره کړي. د کرنې وزارت په خبره، په تېرو وروستیو کلونو کې د کرنې سکتور پرمختګ کړی، خو لا هم نور ډير کار ته اړتيا ده. د ۱۳۹۷ کال دويمه په کابل کې د بزګرو دوديزه مېله او نندارتون جوړېږي. زمونږ همکاره عابده سپوږمۍ ورغلې او دا انځورونه یې اخيستي.