تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار: "د جنازې مراسمو کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي"
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره، د چاودنې د نوعیت په اړه څېړنې روانې دي.
خو په ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینې په ټکیو، په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د سیمه ییز روغتون ویاند انعام الله میاخېل بي بي سي ته وویل، له پيښې ۹ جسدونه او ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
د ننگرهار ناامنۍ
ننګرهار ولايت چې په افغانستان کې د داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې مرکز بلل کېږي په دې وروستيو کې تر ډېره د تاوتريخوالي له امله د خبرونو په سرټکو کې وي.
افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو څه موده وړاندې ويلي و چې په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت په نامه ډله د تېر کال پرتله ډېره کمزورې شوې ده.
د ناټو ځواکونو د مرستیال وياند جنرال چارلز کلیولاند په وينا په هسکه مېنه او ځینو نورو سیمو کې د داعش وسله وال د افغان ځواکون په عملياتو کې ځپل شوي دي.
خو د دغو ادعاو سره سره اوس هم د ننگرهار له بېلا بېلو سيمو د تاوتريخوالي رپوټونه را رسېږي چې په ډېرو کې يې د داعش د ښکېلتيا خبرې کېږي.