په ګډه مو پر ويکيپيډيا د ښځو شمېر زيات کړ

د خپرېدو وخت

ویکیپیډیا هغه انټرنیټي انسایکلوپیيډیا یا دایرة المعارف ده، چې د لیدونکو د شمېر له مخې د نړۍ اوومه لویه ویبپاڼه بلل کېږي.

په ویکیپيډیا کې هر هغه څوک، چې یو کمپیوټر او انټرنېټ ولري، معلومات زیاتولی شي یا په کې سمون راوستلی شي، خو دې سره سره هم په دغه پاڼه کې د معلوماتو شاملونکو مېرمنو ونډه خورا پیکه ده.

بي بي سي د ۱۰۰ ښځو لړۍ په برخه کې له ځینو افغان ښځینه لیکوالو سره په ویکیپیډیا کې د معلوماتو ډېرولو لپاره د روزنې یو پروګرام ترسره کړ.

د دغه پروګرام یوه ګډونواله پاکیزه ارزو وايي، "نن مې چې څه زده کړل زه ډېره ورته خوشاله يم او له دې وروسته چې د ښځو په اړه لیکنې کوم هغه به دلته په ويکیپيډا کې خپروم."

د پاکيزه ارزو په وينا، ځينې داسې مېرمنې شته چې ډېر کار کوي او په ټولنه کې مطرح نه دي څوک يې نه پېژني که د دوی په اړه وېکپيډيا ته معلومات پورته کړل شي په دې توګه به ډېرې مېرمنې خلکو ته ورپېژندل شي.

د دغه پروګرام ګډونوالو لیکوالو مېرمنو په ویکیپیډیا کې په ځانګړې توګه د وتلیو افغان ښځینه شخصیتونو لپاره پروفایلونه یا معلوماتي پاڼې جوړې کړې او دغه مېرمنې به په راتلونکي کې په پرلپسې ډول په ویکیپیډیا کې د افغان مېرمنو په تړاو معلومات خپروي.

د پروګرام یوه بله ګډونواله لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي "زما لپاره دا يوه نوې تجربه وه، اوس به وکولی شم چې معلومات خپاره کړم په ځانګړې توګه د ښځو په اړه."

شفيقه خپلواک وايي، د هغو پخوانيو ښځينه وو په اړه چې معلومات نشته او اوس له خلکو هېرې شوې معلومات وليکم.

د دې تر څنګ دلته لندن کې هم زموږ همکارانو د ۹ ښځينه وو د ژوند په اړه معلومات راغونډ او پر ويکيپيډيا خپاره کړل.

په افغانستان کې د ګرځنده موبایلونو له ډېروالي سره د انټرنېټ اسانتیاوې په پراخیدو دي او د ویکیپیډیا په څېر معلوماتي پاڼو ته لاسرسی چې د نړۍ له ۲۵۰ په ډېرو ژبو خپرېږي د عامه پوهاوي کچې لوړوالي ته تمه کېدای شي.