امریکا دفاع وزارت وايي، له یمنه توغول شوي توغندي یې له منځه وړي، چې ''ښايي هدف یې اسرائیل و''

د خپرېدو وخت

د امریکا سمندري پوځ یوې بېړۍ هغه توغندي او ډرون له منځه وړي چې په یمن کې د ایران اتحادي حوثي یاغیانو توغولي وو.

د امریکا دفاع وزارت یو ویاند وايي، دا توغندي ''ښايي په اسرائیل کې د ځینو هدفونو پر لور توغول شوي وو.''

امریکايي مسوولین وايي، چې د امریکا سمندري ځواکونو بېړۍ یو اېس، اېس کارنې چې د ګائډیډ توغندیو له منځه وړلو وړتیا لري پر پنجشنبه د سره سمندر په شمالي برخه کې فعاله وه.

د امریکا دفاع وزارت دغه راز ویلي په تېرو څو ورځو کې په عراق او سوریه کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو څو ځله بریدونه شوي دي.

په داسې حال کې چې اسرائیل په غزه کې د حماس پر هدفونو پرلپسې بریدونه کوي، امریکايان د ایران پلوه ډلو د احتمالي بریدونو مقابل کې د تیارسئ په حال کې دي. د امریکا دفاع وزارت برید جنرال

پاټریک رېډر وايي، درې کروز توغندي چې له ځمکې پر ځمکه ګوزار کوي او دغه راز یو شمېر ډرون چې له یمنه توغول شوي وو، دوی له منځه وړي دي. د دې پېښې له کبله د چا د ټپي کېدو رپوټ نه دي ورکړل شوي او امریکايي چارواکي وايي، داسې نه ښکاري چې هدف به امریکايۍ بېړۍ وه.

برید جنرال رېډر وايي، اوس هم د پېښې په هکله معلومات راټولوي او په خبره یې کېدای شي دا ډول بریدونه دوام وکړي.

بل لور د امریکا دفاع وزارت وايي، په عراق کې پر هغو مرکزونو د توغندیو او ډرون بریدونه شوي چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي.

ویل کېږي له دې نه په یوه برید کې ''لږ شمېر کسان'' ټپیان شوي دي. عراق کې وسله والو ډلو امریکا ته په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیل پلویتوب کولو له کبله خبرداری ورکړی دی.

پر چهارشنبه سوریه کې هم پر امریکايي ځواکونو یو ډرون راوغورځېد، چې ځینې کسان یې برسېرن ټپیان کړي دي.