کاناډا کې ځنګلیز اورونه؛ شمال کې خلک د پوځي الوتکو په مرسته ژغورل کېږي

د عکس سرچینه، CANADIAN ARMED FORCES
میشل لابین د کاناډا شمال لویدیځ کې د فورت سمېت سیمې یو پخوانی اوسېدونکی دی. هغه ډېر کله د اور وژنې برخه کې کار کوي او له اور لګېدنې سیمې خلک ژغوري.
خو دا ۶۳ کلن سړی تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې وتښتېد چې ځنګلیز اور ورته په نژدې کېدو شو.
د هغې ورځې اسمان لوږي وهلی و خو تر مازدیګره نور هم پسې تور شو.
ښاغلي لابین بي بي سي ته وویل:"لږ وروسته اسمان کې درز راښکاره شو او د اسمان رنګ په سور او نارنجي واوښت."
هغه مهال نوموړی د اور وژنې موټر ته متوجه شو چې کور په کور ګرځي او خلکو ته خبرداری ورکوي چې له خپلو مېنو ووځي.
ښاغلی لابین د پوځي الوتکې په مرسته مک موري البرتا ته چې له هغه ځایه په ۳۶۵ کیلومتره واټن کې پرته وه ولېږدول شو.
دا هوايي لېږدونه په شمال لویدیځه ځمکه د ژغورنې تر ټولو لوی عملیات یاد شوی دی.
د لابین کورنۍ په دې وتوانېده چې د اړتیا وړ ځینې توکي هم له ځانه سره ولېږدوي.
نوموړي وویل:"هېڅ څه مو نه لرل، یوازي یوه کوچنۍ کڅوړه راسره وه چې ځینې طبي توکي پکې و، نور څه نه و. "

د عکس سرچینه، MICHEL LABINE
هغه له شاوخوا ۶۵۰۰ کسانو یو دی چې د شمال لویدیځو سیمو کې د ۲۳۶ اورونو د لګېدو له امله ورته له سیمې د وتلو خبرداری ورکړل شوی و.
ځینې کسان سږ کال اوړي کې ان دوه ځله د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي. داسې کسان هم پکې شته چې له فورت سمېته له تښتېدو وروسته یې "هی ریو" کې پناه اخیستې خو بله ورځ له هغه ځایه هم د اور لګېدنې له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دغه اورلګېدنو کې د "انترپرایز" په نامه یوه سیمه چې شاوخوا ۱۲۰ کسان پکې اوسېدل په بشپړ ډول سوځولې.
ښاغلي لابین ویلي چې یوه بله اور لګېدنه فورت سمېت سیمې ته نږدې په دوه کیلو مترۍ کې رارسېدلې.
د هغه په وینا:"که باد یې په موافق لوري وي ښايي له ناورین خلاص شو خو که د باد لوری پر سویل وي نو ښار به ټول له منځه لاړ شي."
کاناډا اوس مهال د ریکارډونو د ثبت راهیسې د طبیعي اور لګېدنو تر ټولو د بد موسم شاهده هېواد دی.
تر سه شنبې ورځې ۱۱۰۰ اورونه پکې لګېدلي و. وچ اوړي بیا د دغه حالت لا پراخېدو ته لمن وهلې ده.
تر اوسه دغو اورونو کاناډا کې ۱۳ میلیونه او ۲۰۰ زره هکتاره ځمکه سوځولې چې د تقریبا د ټول یونان د پراخوالي په اندازه ده.
د کاناډا دولت په شمال لویدیځو برخو کې د اور د وژلو او د خلکو د ژغولو لپاره پوځ ګومارلی دی.

د عکس سرچینه، MICHEL LABIN
ځینو سیمو کې د اور لګېدنې د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان شوی دی.
ښاغلي لابین چې کلونه یې د اور وژنې او د خلکو ژغورنې برخه کې کار کړی وايي، سږ کال دوبې تر هغې اندازې وچ دی چې پر وښو قدم وهې نو فکر کوې چې د شیشو پر ډېرۍ روان یې او قدمونه پرې ږدې.
"کله چې پرې قدم ږدۍ کرچاری کوي. هېڅکله مې نه و لیدلي چې واښه دی دومره وچ شي، ډېر لږ باران ورېدلی دی."
د کاناډا شمال لویدیځې سیمې د جولای میاشت راهیسې تر ټولو ګرمې وې، په "فورت ګوډ هوپ" کې د تودوخې درجه ۳۷،۴ سانتي ګراد ته رسېدلې وه.
سږ کال ګڼو اروپايي هېوادونو تر ټولو ګرم اوړی تجربه کړی. ساینس پوهان وايي اقلیمي بدلون د تودوخې او وچې هوا خطر زیات کړی چې اور لګېدنې ته لمن وهي.
سخته تودوخه د وښو او خاورې رطوبت له منځه وړي.
نړۍ د صنعتي عصر د پیل راهیسې ۱،۱ درجې سانتي ګراد ګرمه شوې او که حکومتونه د کاربني ګازونو د کمولو لپاره اقدام و نه کړي د تودوخې دا درجه به لاپسې لوړه شي.




















