کاناډا کې ځنګليز اورونه: لوګي يې سرخوږی جوړ کړی

د ویډیو تشریح، کاناډا کې ځنګليز اورونه: لوګي يې سرخوږی جوړ کړی
د خپرېدو وخت

شمالي امريکا کې ميليونونو وګړو ته سپارښتنه شوې، چې کاناډا کې د ځنګليزو اورونو له امله دې له ټوکېدلې ککړتيا ځان ساتنې لپاره بهر ته وتلو پر مهال د لوړې کچې ماسکونه وتړي.

د کاناډا حکومت وايي امريکا او کاناډا کې نژدې سل ميليونه وګړي دا اوس اوس د هوا له خورا ناوړه کيفيت سره مخامخ دي.

ډېر لوګی له کېبېکه ورغلی، چې ۱۵۰ ځايونو کې يې اور بل دی. نيويارک کې د الوتنو بهير ګډوډ شوی، او سر له نننه به خلکو ته يو ميليونه مسکونه وېشل کېږي. سميرې حسين پرې له نيويارکه دا راپور رالېږلی دی.