تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاریس کې چاودنې تر دېرشو ډېر کسان ټپیان کړي دي
د فرانسې پلازمینې پاریس په مرکز کې د یوې زورورې چاودنې له امله ۳۷ تنه ټپیان شوي. په ټپیانو کې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
چاودنه د ریو سینټ جاکس په یوې ودانۍ کې شوې، چې د ډیزاین ښوونځی او د کاتولیکانو د ښوونیز مرکز، مرکزي دفتر هم پکې دی.
ژغورونکي د نورو احتمالي قربانیانو په لټه کې دي. د دوو کسانو د ورکېدو خبر ورکړل شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا له چاودنې مخکې د ګازو سخت بوی هم احساسېده.
د لو پاریزین ورځپاڼې د پاریس د څارنوال لاور بوکو له قوله ویلي، د امنیتي کمرو لومړني انځورونه ښيي چې چاودنه په ودانۍ کې دننه شوې ده.
خو ځايي چارواکي وايي، تر اوسه د چاودنې لامل نه دی په ډاګه شوی.
د پاریس د پولیسو مشر لورنت نونز په وینا تر چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور لګېدلی، خو اور وژونکو اور مړ کړ.
هغه ويلي، روزل شويو سپيو سيمه په نښه کړې او ښايي زيات قربانيان تر خاورو لاندې شوي وي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالډ درمانین له خلکو غوښتي چې د پېښې له سیمې لېرې اوسي.
د چاودنې ځای د پاریس په لاتین کوارټر کې، سیلانۍ سیمو ته څېرمه دی او هلته ګڼ زده کوونکي هم اوسېږي.
یوه عیني شاهد د لو پاریزن ورځپاڼې ته ویلي، "زه د ویل ډی ګریس مخې ته وم ، ما د یوې لویې چاودنې غږ واورېد او د اور سترې لمبې مې ولیدې. د ګازو بوی قوي و. څو دقیقې تېرې شوې چې بېرته مې فکر راټول کړ."
يوه بل عيني شاهد بي بي سي ته وويل، "د چاودنې پر مهال په کور کې و، خو د يو لوړ غږ له اورېدو وروسته يې له کړکۍ سترې لوخړې او لوګي وليدل، کله چې ورنژدې شو، پوه شو چې يوه ودانۍ نړېدلې ده."