هند کې یو کس عام محضر کې د شپاړس کلنۍ نجلۍ د وژنې په تور نیول شوی

Screen grab from the CCTV footage
د عکس تشریح، له سي سي ټي وي کمرې اخیستل شوی عکس
د خپرېدو وخت

د هند پلازمینه ډیلي کې پولیسو یو شل کلن سړی په عام محضر کې د یوې شپاړس کلنې نجلۍ د وژنې په تور نیولی دی.

ویډیو کې ښکاري چې یاد هلک په پرلپسې ډول نجلۍ په چړو وهي او سر یې په یوه لویه ډبره ماتوي.

دا ویډيو چې په هند کې خپره شوې او د خلکو غوسه یې راپارولې، د پېښې پر مهال ټول خلک بریدګر ګوري او په لاره روان دي.

پولیسو دا دواړه ښځه او مېړه یاد کړي او وايي، له وژنې څو ساعته مخکې یې تر منځ شخړه شوې وه.

د پولیسو لوړ پوړی چارواکی روی کمار سینګ ای اېن آی خبري آژانس ته ویلي، نجلۍ د خپلې ملګری د زوی د زیږون مراسمو کې د ګډون لپاره روانه وه چې برید پرې وشو.

نوموړي تورن کس د ساحل په نامه پېژندلی او ویلي یي دي چې د ګاونډي ایالت اتراپردېش د بولاند شهر له ولسوالۍ یې نیولی دی.

ښاغلي سنګ زیاته کړه، په دې اړه پلټنې روانې دي او پولیسو تر دې دمه د پېښې په اړه نور جزیات نه شي خپاره کولی.

وروسته له هغې چې د دې خونړۍ پېښې ویډیو خپره شوه، پر خواله رسنیو یې سخته غوسه او کرکه راوپاروله.

د ډیلي اعلی وزیر آرویند کجریوال دا وژنه "ډېره غمجنه او خواشینوونکې" وبلله او ویلي یې دي چې "له مجرمینو ډار الوتی، له پولیسو هېڅ وېره نه لري."

د ای اېن اي خبري آژانس همدا رنګه د ښځو کمیسون مشرې سواتي مالیوال له خولې ویلي: "پېښه په سي سي ټي وي کمرو کې ثبت شوی. ډېرو خلکو لیدلې خو پام یې نه دی کړی، ډیلي د ښځو او نجونو لپاره خورا نا امنه شوی دی."

د ښځو لپاره د ملي کمیسیون مشرې ریکا شرما بیا د پېښې په اړه ویلي:"دا پېښه د ډیلي د خلکو د بې احساسۍ نښه ده."

نوموړې زیاته کړې: "د پېښې په ځای کې ډېر خلک و خو هیچا دغې نجلۍ سره مرسته و نه کړه. دا پېښه باید ډېره ژر وپلټل شي او په محکمه کې پرې پرېکړه وشي."

دا په هند کې لومړنۍ زړه بوږنوونکې پېښه نه ده، په تېر کې هم داسې پېښې شوي چې عام خلک یې لیدو ته ولاړ دي او ورته ګوري چې د خلکو نیوکي یې راپارولي دي.

له دې مخکې هم یو ۲۳ کلن هلک له خلکو ډک یوه بس کې وژل شوی، بس کې ناستو کسانو پرته له دې چې د بریدګر مخه ونیسي یا د هلک د ژغورنې برخه کې اقدام وکړي د پېښې ننداره کوله.