تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پنځه کلن ترکی ماشوم چې هالنډ کې یوازې موندل شوی
د ترکیې یو پنځه کلن ماشوم وايي، د هېواد د وروستۍ زلزلې قرباني دی.
دغه ماشوم د هالنډ د سویل په ماستریچ ښار کې یوازې موندل شوی دی.
د بي بي سي ترکیي څانګه وایي، هالنډي چارواکي په دې اړه څېړنه کوي، چې دغه ماشوم څنګه د دوی تر هېواده رسېدلی دی.
هالنډي چارواکو ویلي، چې دغه ترکی ماشوم په یوه کلمه هالنډۍ ژبه هم نه پوهېږي.
د ماستریچ پولیسو خپل انسټاګرام اکاونټ کې په دې اړه یو بیان خپور کړی.
دا بیان دې "لوی ښار کې یوازې" تر سرلیک لاندې خپور شوی دی.
د پولیسو بیان کې راغلي، چې دغه پنځه کلن ماشوم یوازې د ښار په مرکز کې سر ګردانه ګرځېده.
پولیسو هغه خپل مرکز ته انتقال کړي چې هلته خواړه او ایسکریم ورکړل شوي دي.
هغه ان له یوه ترکیي ژبي پولیس سره هم خبرې نه دي کړي.
ماشوم ويلي، مور او پلار يې په ترکيه کې دي او دواړه په وروستۍ زلزله کې ټپيان شوي.
د راپورونو له مخې دغه ماشوم اوس ټولنیزو مرستندویه کارکوونکو ته سپارل شوی دی.
په دې اړه معلومات نشته، چې دغه پنځه کلن هلک څنګه هالنډ ته رسېدلی.
د هالند حکومتي چارواکي وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي.