ټېسلا شرکت شانګهای کې د بېټریو نوې فابریکه جوړوي

د عکس سرچینه، Tesla
د ټېسلا په نامه د اېلان مسک د برېښنايي موټرو شرکت وايي، شرکت یې هڅه کوي چین کې خپل سوداګریز فعالیت پراخ کړي او په دغه هېواد کې د بېټریو یو لوی شرکت جوړوي.
د ټېسلا په وینا، شانګهای کې دا نوې جوړېدونکې فابریکه به په کال کې د ۱۰ زره "میګاپک" بټرۍ تولید کړي.
میګاپېک یوه خورا لویه بېټرۍ ده چې په عمده ډول د برېښنا شبکې ثبات او په سترو صنعتي ځایونو کې د برېښنا د پرې کېدو د مخنیوي لپاره کارېږي.
ټېسلا اوس د امریکا په کلفورنیا ایالت کې فابریکه لري چې په کال کې ۱۰ زره دا ډول بېټرۍ جوړوي.
ښاغلي مسک پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې، چین کې نوې فابریکه به له امریکايي فابریکې سره یو ځای د دغو بېټریو تولید زیات کړي.
د شینهوا په نامه د چین یوې دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې، تمه کېږي د نوې میګاپک فابریکې د جوړولو کار د روان کال په پای کې او د بېټرۍ تولید به یې بیا د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې پیل شي.
بي بي سي د دغه فابریکې په اړه ټېسلا شرکت پوښتلې چې تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
چین اوس مهال د ټېسلا د برېښنايي موټرو بېټرۍ تر ټولو لوی تولیدوونکی دی او له همدې کبله دا شرکت توانیدلی چې خپل تولید ډېر او لګښتونه کم کړي.
چین کې د ټېسلا نوې فابریکې د جوړېدو اعلان داسې مهال کېږي چې امریکا هڅه کوي، پر امریکايي شرکتونو فشار راولي چې د بیجینګ او واشنګټن تر منځ د ډېرېدونکي کړکېچ په موده کې پر چین ډېره تکیه و نه کړي.
تېر کال د بایډن ادارې د ټکنالوژۍ هغه شرکتونه د لسو کالونو لپاره چین کې د تاسیساتو له جوړولو راوګرځول چې د امریکا فدرالي بودیجه ترلاسه کوي.
تېر اګسټ کې بایډن له دې وېرې چې د چین پر وړاندې به خپل تکنالوژیکي غوره والی له لاسه ورکړي یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې د تکنالوژۍ او ساینسي څېړنو لپاره ۲۸۰ میلیارده ډالر ځانګړي کړي.
ټسېلا د برېښنايي موټرو لومړۍ فابریکه په ۲۰۱۹ کال کې له امریکا بهر په شانګهای کې پرانسیته.
دغه فابریکه اوس په اوونۍ کې ۲۲ زره موټرې تولیدوي.
ټېسلا د جرمني برلین ښار ته نږدې هم د برېښنايي موټرو یوه فابریکه لري او هوډ لري چې په مکزیکو کې هم د دغو موټرو یوه فابریکه جوړه کړي.




















