یوې ۱۸ کلنې له لسګونو پوهنتونونو د یو میلیون ډالرو سکالرشیپونه ترلاسه کړي

Daya Brown

د عکس سرچینه، Daya Brown

د خپرېدو وخت

د امریکا د جورجیا ایالت اوسېدونکې دیا براون په څېر د ښوونځي میلیونونو زدکوونکو د کورونا وبا پر مهال د نړۍ له بېلا بېلو ځایونو انلاین زدکړو ته مخه کړه.

دیا براون هغه مهال ځان ته د هغو پوهنتونونو یو نوم لړ جوړ کړ چې غوښتل یې د لوړو زدکړو لپاره غوښتنلیکونه ورته واستوي.

اغلې براون بي بي سي ته وویل: "ما له ځان سره وویل، چې راځه نېټ فلکس بند کړه او د خپلې راتلونکې لپاره پلان جوړکړه چې د کومو چارو ترسره کول اړین دي. "

نوموړې وايي، هغه مهال چې د ښوونځي زدکوونکې وه له ژورنالېزم، شاعري او بحثونو سره یې ډېره مینه لرله او همدې ورسره مرسته وکړه چې ښه پلان جوړول زده کړي.

"همدې راسره مرسته وکړه چې څنګه خپل هوډ کلک کړم او دا اند یې راکړ، که نړۍ په ټپه ودرېږي بیا هم ته خپل راتلونکی په واک کې لرې."

ښايي نوموړې د پوهنتونونو نوملړ جوړولو پر مهال غوښتنلیکونه هم ورته استولي وي.

براون وویل: "دا زما لپاره هېڅکله ممکنه نه وه چې د پوهنتون پیسې یا فېس ورکړم."

نوموړې زیاتوي، هڅه یې کوله د مور او پلار هغه اندېښنه لېرې کړي چې ګومان یې کاوه د دې د لوړو زدکړو لګښت به هم ورلغاړې وي.

د انتظار لوبه

زده کړې

د عکس سرچینه، DAYA BROWN

څلور میاشتې وروسته نوموړې له پوهنتونونو منل لیکونه ترلاسه کړل چې پرله پسې ور رسېدل.

براون وايي، له ۵۰ زیاتو پوهنتونونو د دې غوښتنلیکونه ومنل او ټو لټال د څه باندې یومیلیون (۱۳ لکه) ډالرو په ارزښت سکالرشېپونو وړاندېزونه ورته شوي وو.

خو کله چې نوموړې ته د خپلې خوښې پوهنتون وړاندېز وکړ، اړه شوه چې دا نورو ټول وړاندېزونه ردکړي.

"ما له ۷۰ زیاتو پوهنتونونو ته غوښتنلیکونه استولي وو، خو کله چې د ډیوک پوهنتون کې زما غوښتنلیک ومنل شو او د زدکړو وړاندېز مې ترلاسه کړ نو اړه شوم چې د نورو پوهنتونونو وړاندېزونه ردکړم. "

په پای کې ۱۸ کلنې پېغلې د ډیوک پوهنتون یو کلن سکالرشپ یا د وړیا زدکړو وړاندېز ومانه چې په همدې پوهنتون کې به د ژورنالېزم لومړنۍ زدکړې په ۲۰۲۳ کال کې وکړي.

د نوموړې نوم د ګېټس سکالرشپ په وروستي نوملړ کې هم شته، دا سکالرشپونه له یوې سختې سیالۍ په پای کې ترلاسه کېږي. سږ کال وړی به د امریکا له لږکیو ۳۰۰ زدکوونکو ته د زدکړو وړیا زمینه برابره کړي.

براون وايي: "دا زما لپاره په شخصي توګه خورا مهم دی ځکه چې دا په هېواد کې ترټولو غوره بورسونه دي او دا سکالرشپ د څلورو کلونو د زدکړو پېسې پرې کوي."

خو دومره ډېرو پوهنتونونو ته د غوښتنلیکونو استول یو لوی سرخوږی نه دی؟

په حیرانتیا سره براون وویل "د فورمو ډکول ما ته سخت نه و."

نوموړې وايي، تر ټولو سخت انتظار دی خو دې چارې هم یو څه را زده کړل او هغه صبر دی.

ځینې ګټورې لارښوونې

زده کړه

د عکس سرچینه، Getty Images

براون درې شیان وړاندېز کوي دا هغه څه دي چې دې ته ګټور تمام شوي.

مرسته وغواړئ: له ښوونکو او تجربه لرونکو کسانوسره خبرې وکړئ، نوموړې زیاتوي: "زده کونکي وېره لري چې له شاوخوا شته سرچینو څخه پوښتنې وکړي، خو په ښوونځیو کې خلک شته او د دوی یوازینۍ دنده مرسته کول دي."

• منظم واوسئ: ښايي ځینو ته دا یو پراخ، ستونزمن او ګډوډ بهیر وي. یو فولډر جوړ کړئ او خپل ټول غوښتنلیکونه په کې وساتئ. تاسو ان کولی شئ چې ورته مقالې یا اوږدې لیکنې مو بېلا بېلو پوهنتونو ته واستوئ.

څه غواړئ: له تعلیمي چمتوالي ور هاخوا خپله د خپل ځان چمتو کولو لپاره یو څه بوختیاوې هم پیدا کړئ. دا چې له پوهنتون وروسته به څه کوئ؟ په دې سوچ وکړئ چې تاسو څوک یاست او څه غواړئ.

بروان له ټولو منډو ترړو سره د خپل یوه شخصي شرکت په جوړولو او پرمخ وړو هم بوخته وه.

نوموړې خپل شرکت کې ځوان شاعران، موسیقي غږوونکي، فلم جوړونکي او هنرمندانو ته د ودې او پرمختګ لارې چارې ورښيي.

"ځینې وختونه تاسو له ځانه وپوښتئ: زه ولې دا کار کوم؟ پام مو وي چې ایا غواړئ د خلکو ژوند کې بدلون راولئ؟ نو تاسې باید د دې کار لپاره پرله پسې خواري وکړئ."