يونیسف د بريتانيا په مرسته له ښوونځي پاتې نجونو لپاره د تخنيکي او مسلکي زدکړو پروګرامونه پیل کړي

افغان نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس: ارشيف
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ یا یونیسف وايي د بريتانیا دولت د هغو نجونو لپاره چې له ښوونځي پاتې دي د تخنيکي او مسلکي زده کړو پروګرامونه پیل کړي دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له څلور سوه شلو ورځو ډېرې وشوې چې له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.

يونيسف وايي له دې لارې به نه يوازې دا له ښوونځي پاتې نجونې خپلې وړتیاوې وروزي بلکې د خپل راتلونکي لپاره به پلان هم جوړ کړي.

د ماشومانو د ملاتړ بنسټ وايي، تر شپږم ټولګیو پورته نجونو ته د ښوونځيو تړل کېدو دا سخته کړې چې له یوې بلې سره وويني، ملاتړ تر لاسه کړي او یا د راتلونکي لپاره خپلې وړتیاوې وروزي.

دغه بنسټ ویلي، ښونځیو ته د تګ لپاره د نجونو د حق ننګې ته دوام ورکوي او تر څنګ يې وايي چې د بريتانیا دولت هم د افغانستان په لوېدیځ کې یو نهه میاشتنی ښوونیز پروګرام پیل کړی دی.

دا پروګرام تر ډېره د هغو نجونو لپاره دی چې په تېر یوه کال کې له ښوونځیو راګرځول شوې دي.

افغانستان، نجونو زده کړه
د عکس تشریح، عکس: ارشيف

په هرات کې په یوه ورته فني او مسلکي روزنیز مرکز کې نجونې د کېک او کلچې پخول او د خپلو محصولاتو لپاره بازار موندل زده کوي.

د دغه مرکز یوه زده کوونکې چې سحر نومېږي وايي، په دې مرکز کې یې د کېک او کلچو پخول زده کړي او خپل محصولات د ټېسټ لپاره هم دغه مرکز ته راوړي او بیا يې پلوري.

مرضیه د دغه مرکز بله ګډونواله وايي د دغه روزنیز پروګرام له ختمېدو وروسته غواړي یو د شیريني پخولو کارځای جوړ کړي او نورې نجونې هم پکې جذب کړي.

دوی دا رنګ پروژې نه یوازې د مالي او اقتصادي او ښوونیز اړخ لپاره اړینې ګڼي بلکې د رواني او فکري سکون لپاره يې هم اړينې بولي.

یونیسف ویلي دغه روزنیز پروګرامونه د نجونو لپاره خوندي ځایونه دي تر څو وکولی شي له خپلو دوستانو سره وګوري، تفریح وکړي، عملي لاسنیوی یې وشي او د خپلې راتلونکې لپاره مهارتونه زده کړي.

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو له څوارلسو میاشتو ډېر وخت تېر شو خو طالبانو لا هم د دغو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره کره نېټه يا وخت نه دی معلوم کړی.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د نړۍ پر مخ یوازينی هېواد دی چې نجونې پکې د ښوونځي له حقه بې برخې شوې دي.

اټکل کېږي چې د طالبانو په دغه اقدام سره نژدې درې ميلیونه نجونې له ښوونځیو پاتې شوې دي.

په دې وروستیو کې یو وار بیا د ښځو د زده کړو د حق غوښتلو په خاطر د ټولنیزو شبکو هشټګونه او ټرېنډونه ډېر شوي دي. د دغو کمپاینونو فعالان پر ټولنیزو رسنیو او نورو رسنیو د نجونو د زده کړو د حق ننګه کوي.