د اېکوادور سویل کې زلزلې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي

د خپرېدو وخت

د اېکوادور په سویل کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ نور ټپیان دي.

یاده زلزله د شنبې پر ورځ په ځايي وخت ماسپښین پنځه بجې شوې چې په څو ښارونو کې یې ودانۍ زیانمنې کړې دي.

د دغې زلزلې چټکتیا د رښتر په کچه ۷،۶ درجې یاده شوې ده.

سویل خواته د "ال اورو" ولایت تر ټولو ډېر زیانمن شوی، د بېړنیو خدمتونو اداره وايي، یو شمېر خلک تر نړېدلو دانیو لاندې ایسار پاتې دي.

چاراکي ویلي، زلزلې یوولس کسان په ال اورو او یو بل په ازوا ولایت کې وژل شوی دی.

مچالا او کوینکا د هغو ښارونو په ډله کې وو چې ودانۍ او موټرونه پکې زیانمن شوي.

د زلزلې مرکز بالایو ښار ته نږدې او له ګویا کیل شاوخوا ۸۰ کیلومتره لیري و.

دا د اېکوادور دویم لوی ښار دی چې درې میلیونه وګړي لري.

په میګالي کې یو سوداګر ماګالي سکاندون فرانسي خبري اژانس ته ویلي: "کله چې مو ولیدل خلک په وېره کې دي، له خپلو موټرو راووځي او په تېښته دي زه هم سړک ته راووتم."

ولسمشر ګیلرمو لاسو له خلکو وغوښتل چې ارام و اوسي، چارواکي د زلزلې د زیانونو پر ارزونه لګیا دي.

ښاغلي لاسو وویل: "بېړنۍ ډلې په کار بوختې دي چې ټپیانو ته ټولې اړینې مرستې ورسوي."

د نوموړي دفتر هم منلی چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي خو نور جزیات یې ور نه کړل.

د چارواکو په وینا د ځمکښوېدنې له امله ګڼې لارې بندې شوي او ګڼ کورونه، ښوونیزې ودانۍ او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

د رپوټونو له مخې، یو کس په کوینکار په ښار کې هغه مهال ووژل شو چې کله یې پر موټر دیوال راولوېد.

او درې نور کسان بیا داسې وخت کې ووژل شول چې جیمبلي ټاپو کې برج ړنګ او دوی تر لاندې شول.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د زلزلې ټکانونه په منابي، مانتا او پلازمېنې کیتو په ګډون څو نورو ښارونو کې هم محسوس شوي دي.

دا له۲۰۱۶ راهیسې په اېکوادور کې تر ټولو ځواکمنه زلزله ده. په دغه کال کې هم زلزلې شاوخوا ۷۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي وو.

د پیرو چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمالي برخو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي خو په سملاسي توګه په دغه سیمه کې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونونو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.