اقلیمي بدلون: له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو په اړه نویونظریاتو هیلې راپارولي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مټ مکګرېټ
- دنده, د چاپېريال برخې خبريال
- د خپرېدو وخت
له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د راکشولو او په سمندر کې د هغې د زیرمه کولو په اړه ساینسپوهانو نوې لارې موندلي.
یونوی راپور وايي له اتموسفیرڅخه د کاربن ډای اوکسایډ د راجذبولو نوې طریقه د اوسنیوطریقو په پرتله درې ځله زیاته اغیزمنه ده.
دا غاز چې د نړۍ د تودوخې زیاتېدو سبب کېږي کیدایشي د سوډا پربایکاربونیټ بدل شي اوپه خوندي او ارزانه توګه د سمندر په اوبوکې زیرمه کړل شي.
کارپوهان وايی دا نوی طریقه کولایشي له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو تکنالوجي ګړندۍ کړي.
پداسې حال کې چې نړۍ په دې وروستیو لسیزوکې هڅه کړې چې په هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ غاز تولید کم کړي، یوشمېرشرکتونه بوخت دي چې له اتموسفیرڅخه د کاربن غاز د لیرې کولولپاره تکنالوجي ته وده ورکړي.
په سویتزرلینډ کې د کلایم ورکس شرکت پدې برخه کې شهرت موندلی. دغه شرکت په تېرو لسو کلونوکې داسې ماشینونه جوړکړي چې هوا راکشوي او دکاربن ډای اوکسایډ مالیکیولونه ورڅخه جلاکوي او زیرمه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایسلینډ په دغې کارخانې کې راجذب شوی کاربن ډای اوکسایډ ترځمکې لاندې ژوروکې زیرمه کوي او هلته د تل لپاره په په ډبرو بدلیږي.
خو، د زیاترو اوسنیو طریقو یوه ستونزه داده چې مستقیما له هوا نه د کاربن راجذبولو لګښت ډېردی.
کاربن ډای اوکسایډ چې د هوا یو پیاوړی ګرمونکی غاز دی، په هوا یا اتموسفیرکې دومره ډېر نه دي بلکې د هوا په هر میلیون برخه کې ۴۰۰ برخې کېږي.
له هوا څخه د هغې د راجذبولو او لیرې کولو لپاره سترماشینونه اوخورا ډېره اندازه انرژي پکار ده.
خو اړونده ساینسپوهان وايي په نوې طریقه کې، له یولړعادي کیمیايي توکو کاراخیستل کېږي چې لګښت یې کم او اغیزمنتیا یې ډېره ده.
ازموینوڅرګنده کړې چې د نوې طریقې په مرسته کیدایشي د پخوانیو طریقو په پرتله درې ځله زیات کاربن ډای اوکسایډ له هواڅخه لیرې کړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د متحدو ایالتونو د لیهای پوهنتون پروفیسر اروپ سېنګوپتا چې د څېړندویه ډلې د راپور مشردی وايی: "زموږ د کار دا نوې طریقه خورا بېسارې ده ځکه چې د لږو جذبونکو کیمیايي توکو د کارولو له لارې په زیاته کچه کاربن ډای اوکسایډ راجذبول کېږي."
که څه هم دا طریقه په لومړیو پړاوونوکې ده، ددې ساحې نورکارپوهانویې هرکلی کړی. د پرېنسټن پوهنتون پروفیسرې کاترین پیټرز چې د جیالوجیکي انجینرۍ کارپوهه ده او په دې څیړنه کې یې برخه نه درلوده، وویل: " خوشحاله یم چې دا راپورخپورشویدی،دا په زړه پورې ده، اوډېرښه چانس شته چې د کاربن ډای اوکسایډ د جذبولو په هڅوکې به پرمختګ راولي."
د کاربن ډای اوکسایډ د راجذبولو یوه لویه ستونزه داده چې د راجذب کړل شوي غاز سره باید څه وکړو.یوه عامه طریقه داده چې ترځمکې لاندې یا د سمندرپه اوبوکې د تیلوپخوانیوڅاګانوکې زیرمه شي. خودا نوې څېړنه وړاندیزکوي چې د ځینو کیمیايي توکو په ورزیاتولوسره کیدایشي کاربن ډای اوکسایډ د سوډا پربایکاربونېټ بدل شي او په خوندي توګه د سمندر په اوبوکې زیرمه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر سېنګوپتا وايي اوس دی غواړي یو شرکت جوړکړي چې دې تکنالوجي ته نوره هم وده ورکړي.
هغه په دې باور دی چې په دې ډول له هوا نه د کاربن لیرې کول به نه یواځې د نړۍ د تودوخې د لوړېدو مخنیوي لپاره مهم وي بلکه مخ په ودې هېوادو سره به هم مرسته وکړي.
"موږ باید دا [تکنالوجي] داسې ځایونو لکه بنګلادېش، باربادوس یا مالدیوز ته یوسو، هغوی هم باید یو رول ولوبوي، باید هسې تش ولاړ نه وي او نور باید ونه کړیږي."
ځینې ساینسپوهان ددې نویو تکنالوجیو په اړه زړه نازړه دي ځکه ډارېږي چې نور به حکومتونه او خلک د کاربن د کمولو لپاره خپلې هڅې کمې کړي.
خو په داسې حال کې چې د نړۍ د تودوخې درجې د ډېرېدو ګواښ په زیاتیدو دی، ډېری نور کسان فکرکوي چې د نورو هڅو ترڅنګ باید له دې نویو تکنالوجیو او طریقو څخه هم کار واخیستل شي چې د اقلیم د خطرناکه بدلون مخه ونیول شي.
ددې ډګر یو مخکښ ساینسپوه، پروفیسر کلاوس لکنر وايي: " اوس ان لاډېره مهمه ده چې خپلې هڅې لا زیاتې کړو، او له چاپیریال څخه کاربن ډای اوکسایډ بیرته راواخلو." هغه زیاتوي او وايی خوشبینه دی چې دا تکنالوجي به په راتلونکې کې ارزانه شي او ګټوره به وي.
پروفیسر سېنګوپتا هم دغسې خوشبیني لري او باور کوي چې دا نوې طریقه به د یو ټن کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو لپاره له ۱۰۰ ډالرو نه کم لګښت ولري.
ددې څیرنې راپور د ساینسي پرمختګونو په مجلې کې خپور شویدی.




















