نړیوال مشران د اقلیمي بدلون په اړه 'تاریخي کنفرانس' کې راټول شوي

ناسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ناسته د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې کېوي او د شاوخوا دوه سوه هېوادونو استازي پکې ګډون کوي
د خپرېدو وخت

د اقلیمي بدلون له کبله چاپېریال ته د پېښو ګواښونو په اړه د نړیوالو مشرانو مهم او تاریخي ناسته (کوپ-۲۶) نن د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې پيل شوه.

په دې ناسته کې به د شاوخوا دوه سوه هېوادونو پلاوي اعلانونه کوي‌ چې څه ډول تر ۲۰۳۰ کاله د کاربون یا زهرجنو ګازونو تولید کموي او چاپېریال به ژغوري.

ساینس پوهان خبرداری ورکړی چې د انساني‌ فعالیتونو له کبله د دې ګازونو تولید تر خطرناکې کچې ډېر شوی او که مخنیوی یې ونشي نو چاپېریال به له ناورین سره مخ شي.

د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، دا ناسته د اقلیمي‌ بدلون د مخنیوي لړ کې 'سترګې پرانیستونکې' شېبه ده.‌

نوموړي د دې ناستې له پیلېدو مخکې پر نړیوالو مشرانو غږ وکړ چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د دې ناستې مشر الوک شرما ویلي، ۲۰۱۵ کال کې پاریس کې د اقلیمي بدلون په اړه د نړیوالې ناستې پرتله به دا ځل یوې ګډې هوکړې ته رسېدل ګرانه وي.‌

هغه مهال کابو د ټولې نړۍ مشرانو په یوه خوله هوکړه کړې وه چې د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو مخه به نیسي.

ښاغلي شرما بي بي سي ته وویل: "دا اوس په نړیوالو مشرانو پورې اړه لري چې څه ډول لاسونه سره یو کوي او دې هدف ته رسېږي".

نوموړي همدا راز د چین په څېر هېوادونو نه، چې نړۍ کې تر ټولو ډېر کاربون تولیدوي،‌ غوښتنه کړې چې لا ډېرې هڅې وکړي او نړۍ ته خپله مشري ثابته کړي.

دا نړیواله ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د اقلیمي بدلون ګواښ ورځ تر بلې جدي کېږي او د نړۍ لر او بر کې د تودوخې ډېرېدل، سېلابونه او ځنګلي اورونه په ډېرېدو دي.

تېره لسیزو په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو ګرمه وه او حکومتونه مني چې د مخنیوي لپاره یې شریکې هڅې پکار دي.‌

د دې ناستې کوربه هېواد بریتانیا له نړیوالو غوښتنه کړې چې تر ۲۰۳۵ کاله دې یوازې له 'پاکو سرچنیو' د برېښنا تولیدولو لارې چارې برابرې کړي.‌

بریتانیا همدا راز غواړي چې هېوادونه تر ۲۰۵۰ کاله د شین کوریزو ګازونو تولید صفر ته راټیټ کړي.

خو کارپوهان وایي، د یو شمېر حکومتونو تګلارو ته په کتو دا هدف ترلاسه کول به ګران کار وي.