لاس انجلس منلې چې د کوبي براینټ کونډې ته ۲۹ میلیونه ډالر تاوان ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د لاس انجلس چارواکو منلې چې د امریکا د باسکټبال د ملي اتل کورنۍ ته شاوخوا ۲۹ میلیونه ډالر تاوان ورکړي.
د باسکټبال اتل کوبي براینټ، لور یې او اوو تنه نور کسان د چورلکې غورځېدو له کبله مړه شوي وو چې د مرګ د شېبو انځورو خپرول یې د کوبي مېرمن غوسه کړې وه.
د کوبي براینټ مېرمن وینیسا د یادې پېښې د قربانیانو عکسونو خپرونکی تورن کړی چې د انسانانو پاتې شوني د سوداګریز "سوغات" په توګه کاروي.
د لاس انجلس کاونټي څارنوالانو د براینټ د میرمنې قضیه "مناسبه او عادلانه" وبلله.
وکیلانو په یوه بیان کې وویل: "نن د مېرمن براینټ زړوره مبارزه د هغو کسانو پر وړاندې چې یادې وېرونکي چاره کې يې لاس درلود بریالۍ شوه. نوموړې د خپل مېړه، لور او ټولو هغو کسانو لپاره چې له ورته بې احترامي سره مخ شوي وو وجنګېده."

د عکس سرچینه، Getty Images
د لاس انجلس د حقوق پوهانو ډلې مشره میرا هشمال وايي، په دې هوکړه شوې چې مېرمن براینټ ته ۲۸ میلیونه او ۸۵۰ زره ډالره ورکړلی شي.
مېرمن هشمل وویل: "زه هیله لرم چې دا به د مېرمن براینټ او د هغې د ماشومانو یو څه درد دوا کړي."
د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې مېرمن براینټ د څارنوالۍ د څلورو مرستیالانو نومونه اعلان کړل چې له اړتیا پرته یې د مړو شویو ماشومانو، والدینو او روزونکو انځورونه خپاره کړي وو.
یاد قربانیان د باسکټبال لوبې لیدو ته تلل چې د چورلکې لوېدو له کبله مړه شول.
د مړو په خپرو شویو عکسونو کې د مېرمن برانیټ د ۱۳ کلنې لور عکس هم شامل دی.
نوموړې وايي، د دې ډول انځورونو خپرول د ناروغه کوونکو اوازو پرته بل څه نه دي.
وینیسا محکمې ته وویل: "زه په ټولنیزو شبکو کې د خپلې لور ځورونکو انځورونو سره ژوند کوم."
د کلیفورنیا ایالت له دې پېښې وروسته یو ایالتي قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د بېړنیو مرستو رسوونکي د پېښې یا جرم له ځایه د بې ضرورته انځورو اخیستو اجازه نه لري.




















