تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته روانه میاشت ۱۶۰ میلیونه ډالري مرسته رسېدلې
د افغانستان بانک ویلي چې نن 'سې شنبه' دغه هېواد ته د ۴۰ میلیونو ډالرو بشري مرستو بله کڅوړه رسیدلې او د دغه هېواد یوه شخصي سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
دغه بانک د دغه خبر له خپرولو سره په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کیږي ستاینه کوي."
د افغانستان بانک چې هر ځل افغانستان ته د دغو بشري مرستو د رسیدو پخلی کوي تر دې دمه یې په روانه فبرورۍ میاشت کې لږ تر لږه د څلورو ورته کڅوړو د رسیدو خبر ډاګیزه کړی دی.
دغه بانک د روانې میاشتې په نهمه، ۱۲مه،۱۳مه او بیا نن 'سې شنبه' د فبرورۍ ۲۱مه د دغو نغدو مرستو د رسیدو په اړه خبرپاڼې خپرې کړي.
دا اندازه ۱۶۰ میلیونه ډالره کیږي او په ښکاره له نږدې دوه میاشتو ځنډني حالت وروسته ښه حالت ښيې.
له دې وړاندې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو هره اونۍ شاوخوا ۳۲میلیونه ډالره او بیا ۴۰ مېلیونه ډالره نغدې مرستې دغه هېواد ته ماتې کړې.
دوی ویلي د طالبانو له واکمنیدو وروسته پدغه هېواد کې د بشري مرستو اړتیا ډېره شوې خو ورته مهال له افغان بانکونو سره د نړۍ راکړه ورکړه سخته شوې، "ځکه نو د بشري مرستو نغدې پیسې افغانستان ته وړي."
د ځينو په اند په ډېسمبر میاشت کې چې طالبانو پدغه هېواد کې پوهنتونو او نادولتي موسسو ته د ښځو په ورتګ له یوې مخې بندیز ولګاوه دا چاره ډېره ټکنۍ شوه، که څه هم کوم رسمي ادرس د ډالري مرستې د ځنډ دلایلو په اړه ډېر واضح څه ندي ویلي.
افغانستان بانک چې ډېر وخت د دغو مرستو د ترلاسه کولو راپور خپروي، د طالبانو له سختو بندیزونو وروسته د څه مودې لپاره غلی و او داسې انګیرل کېده چې ګواکې نړیوالې ټولنې په افغانستان خپلې بشري مرستې هم د طالبانو لخوا 'بشر ضد' کړنو له کبله درولي.
نړیوالې ټولنې بیا بیا ټينګار کړی چې د طالبانو سره تعامل باید د دوی د کړنو له مخې وشي.
د افغانستان بانک لخوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې ښکاري چې د تېرې جنورۍ په میاشت کې دغه هېواد ته د ۴۰ میلیونو ډالرو بشري مرستو یوازې یوه کڅوړه رسیدلي.
له دې مخکې په ډېسمبر میاشت کې بیا دغه بانک د ۳ کڅوړو د ور رسیدو پخلی کړی و.
طالبانو تل د دغو بشري مرستو هر کلی کړی، ملګرو ملتونو ویلي ددې پېسو لګول د طالب چارواکو په واک کې نه دي او په وینا یې دا مرستې په افغانستان کې د د دوی اړوند ادارو لخوا لګول کیږي او په یوه شخصي بانک کې ساتل کیږي.