د افغانستان او اماراتو ترمنځ د کرېکټ شل اوریزه لوبلړلۍ؛ د دواړو لوبډلو مخینه او پرتله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان کرېکټ بورډ د متحده عربي امارتو پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ له پیل یوه ورځ مخکې ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړې.
راشد خان به د افغان لوبډلې لوبډلمشري کوي، خو د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې تجربه لرونکی پخوانی لوبډلمشر محمد نبي په کمساري ډول لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.
کرېکټ بورډ او خپله محمد نبي په دې اړه تر اوسه څه سپیناوی نه دی کړی. خو هغه له تېر نړیوال جام وروسته، له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه او د لوبډلې د غوراوي په څرنګوالي یې هم نېوکې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر راشد خان سربېره دې لوبلړۍ لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا رحمن الله ګربز ، ابراهیم ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، شرف الدین اشرف، نوین الحق، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نور احمد او ظاهر خان لوبډله کې اخیستل شوي دي.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه "پنجشنبه" د افغانستان پر وخت ماښام مهال د ابوظبۍ په نړیوال لوبغالي کې د متحده عربي امارتو په کوربه توب ترسره کېږي.
د مهالوېش له مخې دوه نورې لوبې هم د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه پلان دي.
د دواړو لوبډلو مخینه
د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اوسنۍ لوبلړۍ د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ تفاهم او همکارۍ پایله کې ترسره کېږي چې له مخې به یې متحد عربي امارت خپل لوبغالي افغانستان ته نورو هېوادونو سره د سیالیو د کوربه لپاره ورکوي، او افغانستان به یې له لوبډلې سره لوبې کوي.
له دې مخکې دواړه لوبډلې تر ډېره د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تنظیم شویو سیالیو کې له یوه بل سره مخامخ شوې.
د شل اوریز کرېکټ په نړیواله درجه بندي کې دا مهال افغانستان پر لسم او متحده عربي امارت په ۱۳م ځای دي.
دواړه لوبډلې تېرو پنځو کالو کې لږ تر لږه پنځه ځله سر مخ شوې، څلور لوبې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ګټلي خو لومړۍ شل اوریزه لوبه چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو کې وه متحده عربي امارتو ګټلي وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې تر ټولو ډېرې سیالۍ په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷ کالونو کې کړې.
د وروستیو سیالیو له مخې متحده عربي اماراتو ۵ نړیوالې شل اوریزه لوبې کړې چې یوه وروستۍ یې له نميبیا ګټلي او سبا به بیا د بریا لپاره هڅه کوي. خو افغان لوبډلې بیا وروستۍ درې واړه شل اوریزه لوبې چې د اسټرالیا، شري لنکا او انګلنډ پر وړاندې وې، بایللي دي.
د تجربې له مخې، د افغان لوبډلې ډېری لوبغاړي له بېلابېلو شل اوریزو سوداګریزو لیګونو دغې سیالۍ ته رسېدلي او ځينې یې په متحده عربي اماراتو کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ درلود.
د متحده عربي اماراتو لوبغاړي بیا په سوداګریزو لیګونو کې ډېر نه دي بوخت، خو له خپلو لوبغالو سره به ښه اشنا وي.
که څه هم د نورو لوبو په څېر، په کرېکټ کې هم د بریا او بایللو اټکل ګران دی، خو د افغان لوبډلې تجربې او مخینې ته په پام، د افغان خوا تله درنه ښکاري.




















