ساینس برخه کې د فعالو نجونو او ښځو نړیواله ورځ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ساینس برخه کې د فعالو ښځو د نړیوالې ورځې اړوند دا لیکنه لومړی ځل تېر کال پر همدې ورځ خپره شوې وه.

نن شنبه د فیبرورۍ یوولسمه د ساینس برخه کې د فعالو نجونو او ښځو نړیواله ورځ ده. د تلپاتې او یو شان پرمختګ لپاره ټولیزه همغږي، سږکال د دغې ورځې لپاره شعار ټاکل شوی دی.

دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې لا هم علمي څېړنو او ټکنالوژۍ کې د ښخو ونډه یوازې ۲۸ سلنه ده.

که څه هم ښځو د سانیس، انجنیرۍ، تکنالوژۍ او ریاضي علومو کې ښه پرمختګونه کړي دي، خو د نړۍ په کچه لا هم د نارینه وو پرتله د نجونو او ښځو ونډه ډېره کمه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په یوه پیغام کې غوښتنه کړې چې دې برخې کې د نجونو او ښځو وړتیاو لوړولو هڅه وشي.

هغه د ساینس برخه کې د فعالو ښځو او نجونو نړیوالې ورځې مناسبت یوه پیغام کې ویلي، هر څومره چې په ساینس کې د ښځو ونډه ډېره وي، هومره به پرمختګ ډېر او پراخ وي.

نوموړی وایي: " ساینس کې د نجونو او ښځو ونډه تنوع رامنځ ته کوي او ساینسي متخصصینو شمېر لا پراخوي، د ښځو او نجونو ګډون د ساینس او ټکنالوژۍ برخه کې نوی لید رامنځ ته کوي، داسې چې هرڅوک به ترې ګټه اخلي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاتوي "مخ په زیاتېدونکې نښې نښانې شته چې ښيي، ساینس کې جنسیتي توپیر ناوړه پایلې لرلای شي."

نړیوالې شمېرې ښيي چې ښځې او نجونې د ساینسي څېړنو برخه کې ۳۳ اعشاریه ۳ سلنه ونډه لري او نړۍ کې د ساینسي اکاډمیو ۱۲ سلنه غړي ښځې او نجونې دي.

مصنوعي ځیرکتیا برخه کې بیا په پنځو مېرمنو کې یوه فعاله ده. د ټکنالوژۍ برخه کې ۲۸ سلنه فارغانې نجونې دي. او د کمپیوټر ساینس او نورو برخو کې ۴۰ سلنه فارغان نجونې دي.

په تېره دوو لسیزو کې افغان نجونو هم په بېلابېلو برخو کې زدکړې وکړې او د نجونو زدکړه او تحصیل د دې دورې له مهمو لاسته راوړنو وو. خو د اړتیا پرتله د ساینس او ټکنالوژۍ برخه کې د افغان نجونو شمېر کم ښودل شوی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، نن په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځې په ویاړ، د افغان نجونو د روباټیک ټیم حیرانوونکي کار او فعالیت ستاینه کړې.

"دوی د امید او سخت کار غوره بیلګه ده - که افغان مېرمنو او نجونو ته چانس ورکړل شي، دوی کولی شي په راتلونکي کې د نوښتګر، ټیکنالوژۍ وړ نړۍ په جوړولو کې مرسته وکړي. افغان میرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړې حق لري."

یوه افغانه چې د متحده عربي اماراتو له یوې خصوصي کمپنۍ سره له افغانستانه په انلاین بڼه کار کوي وایي، ډېره اړتیا ده چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ساینس او ټکنالوژۍ برخه کې کار وکړي. "هغه شان چې اسلام وايي علم پر نر او ښځه فرض دی، نو که د افغانستان حالاتو ته وګورو په ریښتیا چې علم پر نر او ښځه فرض دی، په تېره د ساینس په برخه کې چې موږ کولای شو، له لېرې له نورو هېوادونو سره کار وکړو. په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې چې ښځې له کوره نه شي وتلای او له همدې لارې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړو."

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له لومړنيو ښوونځیو پرته افغان نجونې له زدکړو منع شوي دي.

د ملګرو متلونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۳ کال کې د ساینس او ټکنالوژۍ برخه کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، په هغه پرېکړه لیک کې راغلي وو چې ښځو او نجونو ته باید په ساینس، ټکنالوژۍ او د علمي نوښت برخو کې پوره ونډه ورکړل شي. او دا د جنسیتي برابرۍ او ښځو پیاوړي کولو لپاره یو اړین ګام دی.