د مسکو ناسته؛ د سیمې لوړ پوړي امنیتي چارواکي د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

د عکس سرچینه، KHAAMA PRESS
د افغانستان په اړه د مسکو ناستې په پنځمه غونډه کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې.
دا ناسته نن 'چارشنبه' د روسيې، ایران، هندوستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو په ګډون مسکو کې پیل شوې.
د کوربه روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پاتروشف د غونډې پرانستونکې وینا پر مهال خبرداری ورکړ چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې بهرنۍ پاتې وسلې کولای شي د افغانانو بېلابېلو ډلو تر منځ تاوتریخوالی زیات کړي.
هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې "دا وسله کولای شي تور بازار ته لار ومومي او د ترهګرو لاس ته ولوېږي."
طالبانو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې په داسې ناستو کې د طالبانو استازي په ګډون ټينګار کړی و.
د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمېټ' ناستې له ۲۰۱۷ کال راهیسې پیل شوې. په پیل کې د دې ناستې موخه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او طالبانو تر منځ سیاسي جوړجاړي ته لارې هوارول او سیمه ییز امنیت تضمینول بلل کیدل.
دا د خپل ډول ناستو پنځمه هغه ده چې د روسیې په کوربه توب تر سره کیږي.
د روسې د ملي امنیت شورا سلاکار نن پخپلو خبرو ټینګار وکړ " لویدیځ ایتلاف له وتلو وروسته په افغانستان کې یوه زیاته اندازه وسله پرېښې، چې په کې له زغره والو پوځي ګاډو نیولي تر چورلکو، ټانکونو او هوا ضد بېلابېلې سپکې او درنې وسلې شاملې دي."
د نوموړي په وینا دغو وسلو ته په سیمه کې د یوه لوی ګواښ په سترګه کتل کیږي.هغه همداراز ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور پر مهال په دغه هېواد کې د کوکنارو او مخدره توکو کرکېله ۴۰ برابره ډېره شوې وه.
د روسیې د ملي امنیت شورا سالاکار نیکولای پاتروشف پخپلو خبرو کې دا هم وویل " په افغانستان کې د امنیت، ثبات، سولې او پرمختګ راتګ زمونږ اصلي لومړیتوب دی."

د عکس سرچینه، IRNA
د ایراني رسنیو له قوله د دغه هېواد د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني د مسکو په دې ناسته کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت نه جوړولو له امله پر طالبانو نیوکه کړې.
ښاغلي شمخاني ویلي د افغانستان په حکومت کې د ټولو قومونو او ګوندونو د ونډې او د افغانستان د ثبات اړوند په نورو برخو کې د بېلابېلو قشرونو د ګډون اړوند نور خنډ او ځنډ به نه یوازې ګټه ونه کړي بلکې د افغانستان اوسنۍ ستونزې به لا ډېرې کړي.
هغه د افغانستان له پولو اخوا د ناامنیو د غځېدو په اړه هم د غونډې ګډونوالو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل "باید اجازه ورنکړل شي چې هغه ناامنۍ چې افغانان ورسره مخامخ دي د سیمې په ناامنۍ واوړي."
نوموړي یو ځل بیا امریکا تورنه کړه چې په پرله پسې ډول هڅه کوي افغانستان د ناامنۍ او ترهګرۍ پر مرکز بدل کړي.
ښاغلي شمخاني ویلي ایران په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول غواړي او دا شتمنۍ باید د امریکا لخوا بندیزونو سره مخامخ نه شي.
د افغانستان په اړه د سیمې د امنیتي دا لوړپوړي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي او په یوه نه یوه ډول د ملامتۍ ګوته امریکا ته نیسي چې خپله د امریکا ولسمشر جوبایډن کانګرېس ته پخپله تازه وینا کې د افغانستان هیڅ یادونه ونکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا نورو اوسنیو چارواکو هم د افغانستان په اړه واضح ډېر څه ندي ویلي خو اونۍ وړاندې یې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي پاکستان، نېوزلنډ او جرمني ته پنځه ورځنۍ سفر وکړ.
پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د امریکا په اوسني ولسمشر له دې کبله نیوکې کړي چې له افغانستان څخه یې ځواکونه د تمې خلاف کاواکه وباسل او په دغه هېواد کې یې د امریکا د ملیاردونو ډالرو وسلې پرېښې.
طالبانو د مسکو ناستې د ګډونوالو وروستیو څرګندونو په اړه لا څه ندي ویلي خو له دې وړاندې یې تل نړۍ ته د افغانستان له لوري د کوم ګواښ نه پېښیدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي د دوی حکومت د ټولو قشرونو او قومونو استازېتوب کوي.





















