عمران خان د پاکستاني پوځ لګښتونو ته اندېښمن دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي دي، نړیوال وجهي صندوق یا ای ایم ایف له شري لنکا غوښتي وو چې خپل پوځ لګښتونه نیمایي ته راکم کړي او پاکستان هم د ده په ټکو "خدا مه کړی دې لور ته روان دی."
پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې هر کال پر پوځ خورا ډېر لګښتونه کوي.
عمران خان دا خبر ه په داسې وخت کې کړې، چې د ای ایم ایف یو پلاوی پاکستان کې د مخ په زیاتیدونکي انفلاسیون او د پاکستانۍ روپۍ د نور ارزښت له لاسه ورکولو وروسته له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.
عمران خان ویلي ای ایم ایف له مصر او شري لنکا غوښتي و چې خپل پوځي لګښتونه راکم کړي او زیاتوي د ستونزې حل یواځې په دې کې دی چې رڼې او بې پرې ټاکنې شوې وای. خو د هغه په وینا حکومت هڅه کوي، ټاکنې ونه شي.
د عمران خان په وینا، د هغه واکمنۍ په وخت کې د بهرنیو اسعارو زېرمې شپاړس اعشاریه څلور میلیارده ډالره وې او د پیسو پاړسوب یا انفلاسيون کچه هم ١٢ سلنه وه، چې اوس ٣٥ سلنې ته لوړه شوې ده.
د ډالرو پر وړاندې د کلدارو نرخ کې د کمي له امله یو شمېر فابریکې تړل شوي او یو شمېر نورو یې سلګونه کارکوونکي ګوښه کړې دي.

د عکس سرچینه، PTIOFFICIAL
بلخوا په اسلام اباد کې پولیسو له پخواني لومړي وزیر عمران خان څخه امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي دي. د عمران خان امنیت لپاره د اسلام اباد د پولیسو د یوه قومندان په ګډون ۱۷۰ تنه ګمارل شوي وو.
دغو امنیتي کسانو په بني ګاله کې د عمران خان د کور امنیت ساته.
د اسلام آباد د پلازمېنې پوليسو وياند وايي پخوانی لومړی وزیر له تېرو څو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې په خپل شخصي استوګنځي کې نه اوسېږي. د وياند په وينا، د اسلام اباد پوليس يا د نورو صوبو پوليس د عمران خان په نه شتون کې هلته کسان نه شي ګومارلی.





















