کرېکټ؛ هند نیو زیلنډ په اتو وېکټو مات کړ

د هند په کوربتوب د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې هندي لوبډلې نیو زیلنډ ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې ۲ صفر وګټله.
د دغې لوبې د ګټلو یو عمده لامل د هندي توپ اچونکو په زړه پورې توپ اچونه وه.
هندۍ لوبډلې بریا داسې مهال خپله کړه چې لا هم ۱۷۹ توپونه ورسره پاتې وو.
دا په یوه لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د هند د پاتې شویو توپونو د شمیر له مخې تر ټولو ستره بریا ده.
هند د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د نیو زیلنډ پیل ښه نه وو، پنځه لوبغاړي یې یوازې د ۱۵ منډو جوړولو سره له لاسه ورکړي وو.
د نیوزیلنډي لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې ۳۶ منډې ګېلېن فلپس وکړې، نورو لوبغاړو د پام وړ توپ وهنه ونه شوه کړای.
ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۰۸ منډو په جوړولو وتوانېده.
د هند له خوا محمد شمي درې، هارډېک پانډیا او واشنګټن سندر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
محمد شمي د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.
د هند تجربه لرونکې لوبډلې لپاره د ۱۰۹ منډو هدف دومره لوړ نه وو او د لوبې په ۲۱ اوور کې یې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
لوبډلمشر روهېت شرما پکې پنځوسیزه هم وکړه.
دا لوبلړۍ چې د هند په حیدر اباد کې کېږي، هند دوه-صفر ګټلې ده، خو دوی ترمنځ یوه بله پنځوس اوریزه یا یو ورځنۍ لوبه لا پاتې ده.




















