تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د کیسو کتاب لوستل مو عمر زیاتوي؟
په ارام زړه د کیسو کتاب ولولئ، او د روغ ژوند له حیرانوونکو خوښیو او کټو خوند واخلئ.
کتاب لوستل مو دهني فشار کموي، له خفګانه مو ژغوري، ټولنیز مهارتونه مو پياوړي کوي او ان عمر مو هم زیاتولی شي.
مهمه داده چې، دا ټولې ښېګڼې د کیسو، رومان او داستاني کتابونو په لوستلو کې پرتې دي، نه په ورځپاڼو، مجلو او غیر داستاني متنونو کې.
کتاب لوستل د ذهني فشار راکمولو غوره لاره بلل کیږي.
د ډيرو لپاره مطالعه/کتاب لوستل ښه ساعت تېری او خوښي ده او دا ورته سخته تمامېږي چې له کتابه پرته دې ورځ تېره کړي. خو د نورو لپاره بیا مطالعه ستړې کوونکې وي او هر بله بوختیا له کتاب لوستو غوره بولي.
څېړنو هم په ډاګه کړې، چې کتاب لوستل د ذهني ستړیا او فشار کمولو غوره لاره ده.
د رست ټېسټ یا ارامښت ازموینې یوې لویې نړیوالې نظر پوښتنې موندلې چې، کتاب لوستل د اوسنۍ نړۍ د ورځنیو فشارونو له خلاصون غوره لاره ده.
د ارامه او سوکاله ژوند لپاره د نورو ټولو فعالیتونو لکه په طبیعي سیمو ګرځېدل، ګوښه پاتې کېدل او یا هم د موسیقۍ له اورېدلو غوره بلل کیږي.
د کاناډا یورک پوهنتون پروفیسور ریمونډ مار په دې باور دی، چې مطالعه د ذهني فشار او اندېښنو له کمولو سره مرسته کوي او د دې لامل کېږي چې د لوستونکي پام د هغه له وجود نه بهر څېزونو ته واړوي.
پروفیسور مار وایې: (( د کتاب لوستل د ارامښت او پر ځان د پام ساتنې غوره تجربه ده))
په ژورخفګان د اخته کسانو لپاره یوه غوره او ارزښتناکه لار هم دا بلل کیږي، چې یا په یوازې سر او یا هم په ډله ییزه توګه کتاب ولولي.
ځېنو څېړنو دا هم ښودلې، چې مطالعه پر رواني روغتیا تلپاتې او پراخ اغیز لري، او په ناروغۍ د اخته کېدو شونتیا تر درېیو کلونو راکموي.
ذهني تمرین
د یوه داستان په لوستلو د مغزو غوټې یا تړونونه ژر خلاصېږي یا فعالیږي او انسان کولی شي چې ژر د یوې خبرې مقصد ته ورسېږي، او د وجود اړوند غړي یې پر وړاندې عکس العمل ښيي.
مثلاً: «د شینشوبي ګل »، «دارچیني یا د دیګ مسالې» او «صابون» کلیمو په اورېدو سره د مغز هغه برخې فعالېږي چې بوی مالوموي.
له نورو څېړنو هم جوته شوې، چې د یوه متن لوستل د مغزي حواسو یو ځانګړی حس راویښوي.
حیرانوونکې داده چې دغه اغېز چې د مطالعې له امله رامنځته شوی څو ورځې پاتې کېږي او بیا وروسته داسې هم کېدای شي چې په عصبي ریښو کې نوې لارې رامنځته کړي.
وروستۍ څېړنې په ډاګه کړې چې دا ډول ذهني فعالیتونه تاسو سره مرسته کوي چې د نورو تجربې په خپل ذهن کې را ژوندۍ کړئ.
د پروفیسور ریموند څېړنې هم موندلې چې، د داستان او کیسو لوستل د مغز ځينې برخې او شبکې بیا فعالوي چې بیا وروسته په نورو انساني تعاملاتو او د نورو په احساس د پوهېدو لپاره ترې ګټه اخیستل کیدای شي. په پایله کې د مطالعې او ټولنیزو مهارتونو ترمنځ یوه اړیکه جوړېږي.
د نورو په فکر او احساساتو ځان پوهول
که فکر وکړئ دا هم جالبه ده چې مطالعه ان د فردي فعالیت په توګه ټولنیز مهارتونه پياوړي کوي او له نورو سره د تعامل یا راکړې ورکړې لامل ګرځي.
ډيرو څېړنو جوته کړې، هغه کسان چې ډير کتاب لولي، په ښه توګه کولای شي نور درک کړي له هغوی سره له زړه تړون پیدا کړي او نړۍ د هغوی له لیدلوري وګوري.
پروفیسور مار پدې اړه وایي: (( هغو کسانو چې په خپل ژوند کې یې د کیسو اکتابونه لوستي، په اسانه توګه کولای شي چې د نورو په فکر او احساساتو ځان پوه کړي.))
د ټول عمر لپاره مطالعه
د څېړنو پایله دا ده چې زړښت پر مهال مطالعه د دې لامل کېږي، چې د پيژندنې یا د ځان پوهاوي ځواک پیاوړی کړي.
په څېړنو کې دا هم په ډاګه شوې، چې په ورځ کې نیم ساعت کتاب لوستل د عمر په زیاتوالي کې مهم رول لوبوي.
حیرانوونکې خو دا ده هغه کسان چې نور مطلبونه په ورځپاڼو او اونیزو کې لولي، د هغو په پرتله چې داستاني کتابونه لولي عمر یې زیات وي، دا یوازې د کیسو او داستاني کتابونه دي چې دا ډول ګټې لري.
څه مهم دي چې ویې لولو؟
په حقیقت کې اړ نه یئ چې د مطالعې لپاره د موضوعاتو په ټاکنه کې ډير حساس و اوسئ.
ښاغلی مار وایي: (( داسې احساس باید ونه کړئ چې ځان مو دې ته اړ ایستی چې یو شی باید حتمی ولولئ، همدا چې هر څه مو ذهن بوختوي او له هغې سره لیوالتیا لرئ، ښایې ټولې ګټې او خوښۍ په همغه کې نغښتې وي.))
له ټولو مهمه داده چې له څه شي خوند اخلئ.
خو څه چې ډير اهمیت لري هغه دا دي چې کتاب لوستل د ځان لپاره تل پاتې عادت وګرځوئ.
د هغه څه لوستل چې خوند ترې اخلئ، د دې لامل کېږي، چې د داستان له شخصیتونو سره اړیکه جوړه کړئ، دا اړیکه ( له ټولنیزو اړیکو) ور هاخوا ده.
پروفیسور مار وایې: (( د مشهورو او په تاسو د ګرانو کسانو کتاب لوستل د دې لامل کېږي چې دا اړیکه مو له هغو سره واقعي بڼه خپله کړې او هغوی نور هم درباندې ګران شي.))
هغه پدې باور دی، چې له داستاني شخصیتونو سره دا ډول ټولنیزې اړیکې د کتاب لوستنې له مهمو ګټو او خوښیو څخه دي.
هېڅ ستونزه نه لري چې ستاسو د خوښې کتاب د وینو ځښونکو په اړه وي او یا د مینې یوه کیسه وي، مهمه داده چې ستاسو د ذهن په کړنو، ټولنیزو مهارتونو او عمر په اوږد والي مو مثبت اغېز وکړي.
هغه څه چې ازرښت لري دا دي چې کتاب لوستل مو تل پاتې عادت وګرځوئ، له هغې خوند واخلئ او لوستلو ته دوام ورکړئ.
که د خوند اخیستو لپاره کتاب لولئ، ویې لولئ، اندېښنه مه کوئ که مو په پیل کې له کتاب لوستلو خوند وانخیست، څنګه چې پروفیسور مار وایې: (( دا ساعت تیري باید د وخت په تېرېدو سره زده کړئ او کار ترې واخلئ.))