د تېلو تولید کمولو له پرېکړې وروسته د پټرولو بیو زیاتېدو خبرداری ورکړل شوی

    • Author, نتالي شیرمان
    • دنده, د اقتصادي چارو خبریاله - نیویارک
  • د خپرېدو وخت

یو شمېر هغو هېوادونو چې تر ټولو ډېر تېل صادروي، هوکړه کړې چې د تېلو صادرات کم کړي. له دې پرېکړې سره داسې باور کېږي چې د نړۍ په ډېری برخو کې به د پټرولو بیې لوړې شي.

د اوپیک پلس په نامه تنظیم غړو هېوادونو چې روسیه او سعودي عرب هم پکې شامل دي، منلې چې د ورځې به د تولید کچه تر دوو میلیاردو بېرلو پورې کمه کړي.

دغه هېوادونه وايي، تېرو څو میاشتو کې چې په نړۍ کې اقتصادي وده سوکه شوې، د تېلو بیې هم ورسره کمې شوې او اوس دوی غواړي دا بیې بېرته ثبات ومومي.

خو بل لور داسې وېره پیدا شوې، چې د موټر لرونکو کسانو لپاره به له دې پرېکړې سره لګښتونه زیات شي.

روانه اونۍ له هغو وړاندوینو وروسته چې د تېلو صادرونکي هېوادونه تولید کموي، د خامو تېلو بیې نژدې دوه سلنه زیاتې شوې او د یوه بېرل بیه د چارشنبې پر ورځ نژدې ۹۳ امریکايي ډالرو ته ورسېده.

د پټرولیم مصنوعاتو صادرونکو هېوادونو تنظیم 'اوپیک ' له لوري د تولید کمولو وروستی اعلان په ۲۰۲۰ کال کې چې کورونا وبا اوج ته رسېدلې وه، تر ټولو ستر لږوالی راوستل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ پسرلی پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته چې د تېلو بیې لوړې شوې، امریکا متحده ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو د تېلو زیات تولید غوښتنه کړې.

د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر جو بایډن د دې ''تنګ نظره پرېکړې له کبله مایوس شوی دی. ''

امریکا حکومت ژمنه کړې، له ملي زېرمو به ''د مناسب مقدار '' ساتلو لپاره تېل ورکولو چاره روانه ساتي او د بیو کابو ساتلو لپاره به نورې لارې، چارې لټوي، ځکه دا د امریکا په هغو ضمني ټاکنو کې د رایې ورکوونکو لپاره خورا مهمه موضوع بلل کېږي چې په پام کې ده، راتلونکې نومبر میاشت کې تر سره شي.

له دې سره ښايي د امریکا په مشرۍ هغه هڅې هم ګډوډې شي چې غواړي د روسیې تېلو بیې کابو کړي. د دې پلان له مخې امریکا غواړي روسیه له بهره پیسې تر لاسه نه کړي، چې د پوځي چارو لپاره یې وکاروي.