تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ انګلنډ له پاکستانه د شل اوریزو سیالیو شبږمه لوبه په اتو وېکټو وګټله
انګلنډ کرېکټ لوبډلې پاکستان ته د لاهور په قذافي لوبغالي کې د ۷ شل اوریزو سیالیو لړۍ په شپږمه لوبه کې په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
له دې سره د لړۍ درې، لوبې پاکستان، درې انګلنېډ وګټلې او یوازینۍ وروستۍ لوبه پاتې ده.
د نن لوبې پچه انګلنډ وګټله، پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه او پاکستان لوبډلې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکله.
انګلنډ لوبډلې دا هدف داسې حال کې پوره کړ، چې ۳۳ توپونه یې لا پاتې وو.
د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم له ۵۹ توپونو ۸۷ منډې ترلاسه کړې او په شل اوریزو سیالیو کې یې تر ټولو کمو پاړیو کې د هند ویراټ کوهلي د درې زرو منډو ریکارډ ته ورسېد.
د پاکستان له لوري افتخار له اعظم سره ملګرتیا کوله او ۳۱ منډې یې وکړې.
د پاکستان لوبې له پیله وروسته داسې ښکارېده، چې پچ سوکه دی، خو انګلنډ لوبډلې خورا چټکه لوبه پیل کړه او یوازې په پاور پلې کې یې ۸۲ منډې وکړې.
د انګلنډ اوپنر لوبغاړي فهيل سالټ له ایله ۴۱ توپونو ۸۷ منډې ترلاسه کړې او دنن غوره لوبغاړی وبلل شو.
فهيل سالټ او اليکس هیلز یوازې په درې اورونو کې پنځوس منډې وکړې.
فل سالټ۱۳ څلوریزې او درې شپږیزې ووهلې.
د پاکستان شاداب خان د ۳۴ منډو بدل کې ۳۴ منډې ورکړې، خو د پاکستان بالران و نه توانېدل د انګلنډ چټکو منډو جوړولو مخه ونیسي او د نن لوبه د انګلنډ په بریا پای ته ورسېده.