رمیز راجا: د افغان کرېکټ نندارچیانو د چلن په اړه ‘آی سي سي’ ته شکایت کوو

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د کرېکټ اسیا جام سیالیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرونۍ لوبه کې د اصف علي او فرید احمد ترمنځ له لفظي شخړې او ورپسې د افغان او پاکستاني نندارچیانو تر منځ تاوتریخوالي وروسته اوس د پاکستان کرېکټ ادارې ویلي چې په دې اړه د کرېکټ نړیوالې شورا ته شکایت کوي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر رمیز راجا ویلي، ای سي سي ته به ووايي چې لوبډله او مینه وال یې په "خطر" کې دي.

ده زیاته کړې، " ګټل او بایلل د لوبې برخه ده او دا یوه سخته سیالي وه او احساسات باید په کنټرول کې ساتل شوي وای. نو موږ باید خپلې اندیښنې ای سي سي سره شریکې کړو. دا موضوع څارو او خپل اعتراض ثبتوو."

بله خوا د افغانستان کرېکټ هم په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې کرېکټ او په ټوله کې ورزش چا ته اجازه نه ورکوي چې د نورو احساسات ژوبل کړي او د "ورورلۍ فضا په تاوتریخوالي واړوي".

په خبرپاڼه کې که څه هم د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر څرګندونو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي، "هېڅ بری او ناکامي باید د اخلاقو او فرهنګي پولو د ماتولو لامل نه شي" او "افغان اتلانو تل د افغانستان غوره استازولي کړې او له نورو هم هیله ده چې د کرېکټ جذبې او مینې ته درناوی ولري او د ولسونو تر منځ مینه خپره کړي."

د یادولو ده چې پرون د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه کې د پاکستاني لوبغاړي اصف علي او افغان لوبغاړلي فرید احمد تر منځ‌ لفظي شخړه رامنځ‌ ته شوه چې وروسته قهرېدلو افغان نندارچیانو پر پاکستاني ننداره کوونکو په لوبغالي کې څوکۍ وار کړې او له لوبغالي بهر یې هم تر منځ وهل ټکول رامنځ ته شول.

د افغانستان کرېکټ بورډ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د کرېکټ نړېوالې شورا اوس د دې پېښې تر ارزونې وروسته دغه دواړه لوبغاړي پړه بللي دي.

د یادې ادارې اجراييه مشر نصیب خان بي بي سي ته وویل، ای سي سي اصف علی او فرید احمد خپل جریمه کړي دي‌ او د هغوی ته د لوبې په بدل کې له ورکېدونکو پیسو به ۲۵ سلنه بېرته وګرځول شي.

کوربه هېواد متحده عربي اماراتو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له لوبې وروسته په لوبغالي کې د ګډوډۍ په اړه پلټنې کوي.

له پرونۍ لوبې وروسته پر خواله رسنیو هم د ملامتۍ او سلامتۍ ناندرۍ راپورته شوې او د دې تاوتریخوالي د پیلېدو د اصلي پیلوونکي پړه د دواړو خواو مینه والو پر یوه او بل لوري وراچوله.

په دې ناندریو کې د دواړو هېوادونو یو شمېر پخواني لوبغاړي هم ښکېل شوي او پر خواله رسنیو یې د خپلو لوبغاړو ننګه کړې او مقابل لوری یې ملامت بللی دی.