د شري لنکا ګوښه شوی ولسمشر بېرته خپل هېواد ته ستون شو

جولای میاشت کې د شري لنکا له اقتصادي کړکېچ سره هممهاله مظاهر کوونکي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جولای میاشت کې د شري لنکا له اقتصادي کړکېچ سره هممهاله مظاهر کوونکي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.
د خپرېدو وخت

د شري لنکا مخکینی ولسمشر ګوتابایا راجاپاسکا چې په جولای میاشت کې له پراخو مظاهرو وروسته له هېواده تښتېدلی وو، بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

ښاغلی راجاپاسکا په تایلنډ کې په یوه موقتي ویزه اوسېد او اوس د سینګاپور له لارې بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

رپوټونو کې ویل کېږي، یو شمېر شري لنکايي وزیرانو په هوايي ډګر کې له نوموړي سره لیدلي دي. د شري لنکا خلک پر نوموړي تور پورې کوي چې حکومت یې د هېواد د تاریخ تر ټولو ناوړه اقتصادي کړکېچ لامل دی.

په دې هېواد کې د بهرنیو اسعارو زېرمو کموالی د خوړو او تېلو بیو کې د بې کچې زیاتوالي لامل شو او له همدې امله په اپریل میاشت کې پراخې مظاهرې پیل شوې.

سلګونه زره خلکو په هغو مظاهرو کې چې معمولاً سوله ییزې وې د ښاغلي راجاپاسکا او د ده د کشر ورور مهیندا د استعفاوو غوښتنه کوله، چې هغه مهال لومړی وزیر و او بیا یې مې میاشت کې استعفا وکړه.

په جولای میاشت کې بیا زرګونه خلک د ښاغلي راجاپاسکا رسمي استوګنځي ته ننوتل، لېرې شوی ولسمشر په یوه پوځي الوتکه کې لومړی مالدیپ او بیا سینګاپور ته وتښتېد او له هغه ځایه یې خپله استعفا اعلان کړه، چې پایله کې یې ساستوال رانیل ویکرماسینګې د ولسمشر په توګه وګومارل شو.

د ښاغلي راجاپاکسا له تښتېدلو سره د نوموړي د کورنۍ دوې لسیزې واکمني پای ته ورسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي راجاپاکسا له تښتېدلو سره د نوموړي د کورنۍ دوې لسیزې واکمني پای ته ورسېده.

د ښاغلي راجاپاسکا ستنېدل د اوسني حکومت لپاره یوه حساسه موضوع بلل کېږي، چې نورې مظاهرې هم نه غواړي او د نوموړي امنیت خوندي کول به هم ورته یوه ننګونه وي.

د شري لنکا رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، حکومت د ګوتابایا راجاپاکسا لپاره د پلازمېنې کولمبو په مرکزي برخه کې یو کور د اوسېدو لپاره انتخاب کړی، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی به مخامخ هلته لاړ شي او که به لومړی یوه خوندي پوځي مرکز ته ورشي.

د شري لنکا دفاع وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د ښاغلي راجاپاسکا امنیت خوندیتوب لپاره به ''د پخواني ولسمشر په حیث اړین امنیتي اقدامات وشي. ''